د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

ټرمپ: امریکا د سپکو او متعارفو وسلو د تجارت د کنټرول له نړیوال تړونه وځي


ارشیف، د سپکو وسلو یو انځور
ارشیف، د سپکو وسلو یو انځور

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې د سپکو او متعارفو وسلو د تجارت د کنټرول له نړیوال تړونه وځي.

د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۳ میلادي کال کې دا تړون لاسلیک کړ.

خو د امریکا د کانګرس د سنا غړو لا نه دی تأیید کړی.

ډونالد ټرمپ پرون وویل:

"موږ له دې تړونه خپل لاسلیک بېرته اخلو."

هغه پرون، د اپرېل په شپږویشتمه په امریکا کې د وسلې د تجارت د ازادۍ د پلویانو د اتحادیې (National Rifle Association) په غونډه کې وویل چې حکومت به یې دا تړون تأیید نه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ډونالد ټرمپ وویل:

"زما تر ادارې لاندې به موږ هېڅ چا ته د امریکا ملي حاکمیت تسلیم نه کړو، نو زما اداره به هېڅ کله د ملګرو ملتونو د وسلو تړون تأیید نه کړی."

د نېشنل رایفل اسوسېشن غړي د دې پلوي کوي چې خلک د وسلو درلودو او د سپکو او متعارفو وسلو د تجارت ازادي ولري.

په دې اتحادیه کې د امریکا د وسلو د یو شمېر سترو شرکتونو مالکان، پېژندل شوي سیاستوال او لوي سوداګر غړیتوب لري.

هغوی په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وویل چې د متعارفو او سپکو وسلو د تجارت د کنټرول نړیوال تړون د هغوی دې حق ته ګواښ پېښوي.

د وسلو د تجارت د کنټرول د نړیوال تړون هدف د متعارفو وسلو پر تجارت د قانوني کنټرول لګول دی.

دا تړون په نړۍ کې د سپکو وسلو، ټانکونو، جنګي الوتکو او جنګي بېړیو د اخیستلو او خرڅلاو شرایط تنظیموي او قانوني څارنه یې کوي.

د وسلو د تجارت د کنټرول تړون د نړۍ ۱۰۱ هېوادونو لاسلیک کړی دی.

خو د امریکا په شمول لږترلږه نهه ویشت هېوادونو لا نه دی تأیید کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د نېشنل رایفل اسوسېشن غړو ته وویل چې امریکا دا تړون رد کړی او نه یې مني.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې رسماً په سپینه ماڼۍ کې کار پیل کړ.

ټرمپ له هغه راهیسې له یوشمېر مهمو نړیوالو موافقو وتلی دی.

هغه د اقلیمي تغییر په اړه د پاریس له نړیوالې موافقې چې هدف یې په نړۍ کې د مضرو ګازونو د تولید مخنیوی و، ووت.

ټرمپ امریکا د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې وایستله.

XS
SM
MD
LG