د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د میانمار او چین په سرحدي سیمو کې د وحشي ژویو خرڅلاو فعالان اندېښمن کړي


وحشي ژوی په قفس کې
وحشي ژوی په قفس کې

د میانمار او چین په سرحدي سیمو کې د وحشي ژویو د خرڅلاو کاروبار فعالان اندېښمن کړي.

د تن فروشۍ، مخدره موادو او قماربازیو تر څنګ په سرحدي سیمو کې اوس وحشي ژوي هم په ناقانونه توګه خرڅېږي.

پړانګان، وحشي پيشوګانې او نور ګڼ ژوي په ناقانونه توګه ښکار او څرمنې یې ایستل شوي.

د دې تر څنګ ګڼې مرغۍ هم په قفسونو کې اچول شوي.

خپلسره ښکار او بې قانونۍ د ژویو او طبیعت د برخې فعالان اندېښمن کړي.

د طبیعت د سراسري صندوق مشر نیک کاکس وویل:

"په ځنګلونو کې د دامونو ايښودل د ویتنام، لاوس او کمبودیا په څېر سیمو کې ډېر ناوړه اغېز کړی، په میانمار کې هم دا کار روان دی، موږ ډېر اندېښمن یوو."

په چین کې د وحشي ژویو لېوالتیا ډېره زیاته ده او همدې چارې دلته په ګاونډ میانمار کې د وحشي ژویو ښکار او خرڅلاو تود ساتلی دی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG