د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۶

په سریلانکا کې یو شمېر مسلمانان د قهرجنو کلیوالو له خوا ګواښل شوي

د سریلانکا بیرغ
د سریلانکا بیرغ

په سریلانکا کې د تېرې یکشنبې تر خونړیو بریدونو وروسته یو شمېر مسلمانان د قهرجنو کلیوالو له خوا ګواښل شوي.

د سریلانکا یو شمېر مسلمانان او مسلمان کډوال وايي چې دوی له ګواښ سره مخ دي.

د دغو مسلمانانو له ډلې ځینو یې له پلازمېنې کولمبو بهر په پسیالا سیمه کې اوس په موقتو کمپو کې اړولي دي.

وايي چې قهرجنو کلیوالو یې د وهلو تابیا کړې وه، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

د احمدیه ټولنې د جومات مشر منیر احمد په دې اړه وویل:

"کمپونه د دې لپاره دي چې لا هم اندېښنې شته، ښځې، ماشومان او ځیني بارداره ښځې اندېښمنې دي، ځکه هغوی پرون په خپلو سترګو ولیدل چې قهرجن کلیوال راغلل او حمله یې کوله، خو پولیسو یې مخه ونیوله."

د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د یکشنبې د ورځې د بریدونو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی.

د سریلانکا د تېرې یکشنبې د ورځې د چاودنې د یوه ځای انځور
د سریلانکا د تېرې یکشنبې د ورځې د چاودنې د یوه ځای انځور

۳۵۹ کسان تر اوسه وژل شوي او لږ تر لږه ۵۰۰ تنه نور ژوبل دي.

شااوخوا سل کسان د بریدونو په تړاو نیول شوي چې پکې مصریان او سوریایان هم شامل دي.

لس زره پوځیان د یکشنبې د ورځې د بریدونو په عاملانو پسې ګرځي.

د سریلانکا ولسمشر میتریپالا سریسینا پرون له یو شمېر مذهبي مشرانو سره کتلي او ډاډ یې ورکړی چې د سریلانکا پوځ به د پېښې عاملین له منځه یوسي.

راپور: صفي الله ستانکزی

This item is part of
XS
SM
MD
LG