د یوه کمربند یوې لارې دوهمه غونډه نن په پيکنګ کې وشوه.
د خلکو پر روابطو او اساسي تاسیساتو باندې ټینګار د چین د ولسمشر د نننۍ وینا اصلي ټکي جوړول.
ده په پيکنګ کې نن د یوه کمربند یوې لارې دوهمې سرمشریزې ته خبرې کولې.
د چین جمهور رئیس شي جن پنګ وویل:
"موږ یوې پراخې او واضح همکارۍ ته ضرورت لرو، کمربند او لار یوه اختصاصي پروژه نه ده، دا ګډ پرمختګ او هوساینه لټوي، موږ باید اساسي تاسیسات جوړ کړو، پانګونې وکړو، څو ځمکه چې موږ ټول کور ورته وایوو، خوندي کړو، د لار او کمربند په اړه باید ټول شیان شفاف ترسره شي او موږ باید د فساد په وړاندې هېڅ زغم ونه لرو."
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش په شمول د ۳۷ هېوادونو مشرانو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.
لومړنۍ سرمشریزه په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوې وه.
چین غواړي چې د یوه کمربند یوې لارې په پروژې سره د ورېښمو لرغونې لار بېرته احیا کړي.
د دې شپږ کلنې پروژې لګښت له یو ټریلیون تر اتو ټریلیونو ډالره اټکل شوی.
د چین دا مهمه پروژه له ځینو انتقادونو او مخالفتونو سره هم مخ ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د اسیا پسفیک د اقتصادي همکارۍ په ناسته کې چې تېر کال وشوه، ویلي وو، متحده ایالتونه لنډ کمربند او یو طرفه سړک نه وړاندې کوي.
پنس له وړو هېوادونو غوښتي وو چې د چین په یوه کمربند یوې لارې ونه غولېږي.
راپور: صفي الله ستانکزی