د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

افغان حکومت: په مسکو کې به د سولې په اړه د ۳ اړخېزې غونډې پایلې مثبتې وي


آرشیف/ د روسیې پایتخت مسکو / Source: Sergei Savostyanov (TASS)
آرشیف/ د روسیې پایتخت مسکو / Source: Sergei Savostyanov (TASS)

په داسې حال کې چې نن پنجشنبه مسکو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، روسې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه دی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین دغه ناسته د افغان سولې په برخه کې د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړي کېدو لپاره مهمه بولي.

ښاغلي رباني د پنجشنبې په ورځ ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په ناسته کې وویل چې افغان حکومت د دې ناستې هرکلی کوي او باور لري چې مثبتې پایلې به ولري.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د افغان سولې په اړه د نړۍ د سترو قدرتونو هم‌غږي مهمه بولي.

د دې شورا مرستیال ویاند اسدالله زائري نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې روسیه او چین د سیمه‌ییز نفوذ نه په ګټې اخېستنې کولای شي چې د افغان سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

دی وايي:

"زموږ تمه دا ده چې د زلمي خلیل‌زاد په ګډون د دغو هېوادونو چارواکي په‌دغه ډول غونډو کې هڅه وکړي څو پیاوړي ګامونه واخېستل شي او د دې هېوادونو مرسته او همکاري د سولې پروسې په چټکتیا او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل موضوع په جدي ډول مطرح شي."

د افغانستان د سولې په اړه د روسیې، چین او امریکا ترمنځ لومړۍ ناسته نږدې یوه میاشت وړاندې په واشنګټن کې جوړه شوې وه.

په هغه ناسته کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د روسېې، چین او اروپايي اتحاديې ځانګړو استازو د افغان سولې پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په کابل کې د روسیې سفارت رسینو ته په یوې استولي خبرپاڼه کې ویلي چې د مسکو ناسته د درېیو هېوادونو د ځانګړو استازو په سطح جوړېږي.

تېره ورځ د روسېې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په نړیوال اتم امنیتي کنفرانس کې وویل چې د مسکو درې اړخېزه ناسته د افغانستان او د سیمې د امنیت لپاره ډېره مهمه دی.

تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي وسله‌والو طالبانو ته بلنه ورکړې چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او دا کال د سولې کال کړي.

خلیل‌زاد نن د پنجشنبې په ورځ په ټويټر کې ليکلي، افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي او نور د جنګ بندېدل غواړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د شپاړلسمې تقنیني دورې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکاني ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د دغه درې واړو هېوادونو ترمنځ هم‌غږي یو حتمي امر دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د شپاړلسمې تقنیني دورې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی
د افغانستان د ولسي جرګې د شپاړلسمې تقنیني دورې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی

دی وايي:

"زه باور لرم چې له دې لارې روسیه، امریکا او چین کولای شي پر پاکستان چې پر طالبانو نفوذ لري او همدا شان ایران چې په وروستیو کې يې له طالبانو سره اړیکې نږدې شوي، فشار راوړي، څو په افغانستان خپله لاسوهنه کمه کړي او د افغانستان د سولې په پروسه کې صادقانه مرسته وکړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پیل شي.

د دې پړاو خبرو دقیقه نېټه لا نه‌ده په ډاګه شوې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی خلیل‌زاد بریتانیا، روسیې افغانستانو پاکستان هند او قطر ته خپل سفر پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG