د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

د رأیې ورکولو په پاڼه کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ځای مشخص شو


افغان کاندیدان
افغان کاندیدان

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې ورکولو په پاڼه کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ځای مشخص کړ.

د ځای معلومولو پچه اچونه د کاندیدانو د استازو په مخ کې ترسره شوه چې له مخې‌یې د رحمت‌الله نبیل نوم د لېست په سر کې او ورپسې سید نورالله جلیلي او فرامرز تمنا په لېست کې دوهم او درېیم راغلل.

په‌دغه پچه اچونه کې په ترتیب سره:

  • شیدا محمد ابدالي.
  • احمد ولي مسعود.
  • نور رحمان لېوال.
  • محمد شهاب حکیمي.
  • محمد اشرف غني.
  • عبدالله عبدالله.
  • محمد حکیم تورسن.
  • ګلبدین حکمتیار.
  • عبدالطیف پدرام.
  • نورالحق علومي.
  • محمد ابراهیم الکوزی.
  • غلام فاروق مجروح.
  • عنایت‌الله حفیظ.
  • محمد حنیف اتمر
  • او زلمی رسول اتلسم ځای خپل کړ.

ټاکل شوې دغه ۱۸ کاندیدان د میزان په شپږمه د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره په خپلو کې سیالۍ وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وايي چې کمېسیون په ټاکلي وخت د جمهوري ریاست د شفافو انتخاباتو لپاره لازم چمتوالی نیولی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ

نوموړې وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رهبرۍ هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې د انتخاباتو په بهیر کې له هر اړخېز شفافیت او عدالت ملاتړ وشي، په همدې اساس د کمېسیون رهبري د جمهوري ریاست د کاندیدانو د موقعیت د ټاکلو لپاره د پچې اچونې کړون‌لاره تدوین کړه او نن ورځ عملي شوه."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کارونو د چټکېډو خبر داسې مهال کوي چې تراوسه هم دغه کمېسیون نه‌دی توانېدلی چې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړي.

د بغلان، کابل، میدان وردګ، پکتیا او د کوچیانو حوزې په ګډون د یو شمېر ولایتونو د وروستیو نتایجو د نه اعلان له امله د حوت له ۱۵مې راهیسې د افغانستان مقننه قوې په کار پیل نه‌دی کړی.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د جمعې په ورځ د یو شمېر ولایتونو د استازو په نه موجودیت کې ملي شورا افتتاح کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG