د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

IPL: کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې سره مخ کېږي


ارشیف، هند کې د «ای.پي.اېل» سیالۍ
ارشیف، هند کې د «ای.پي.اېل» سیالۍ

د هندوستان د کرکټ په غوره‌لیګ یا د «ای.پي.اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.​

دا په روانو سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم ځل مخامخېدل دي، په تېره لوبه کې کلکتې لوبډلې راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې کنګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

بنګلور لوبډلې په لومړۍ توپ وهنۍ سره مقابلې لوبډلې ته ۲۰۳ منډې هدف ورکړ چې پنجاب لوبډلې ونه‌شو کړای یاد هدف پوره کړي.

XS
SM
MD
LG