د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

افغان فوټبالر محمد سلیم کوهستاني د فیفا له لوري محروم شو


افغان فوټبالر محمد سلیم کوهستاني د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د تل لپاره د فوټبال له لوبو محروم شوی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو مسؤل شفیع شاداب دا خبره مني او وایي چې ښاغلی کوهستاني د افغانستان د فوټبال پخوانی غړی و.

فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د سلیم کوهستاني تر څنګ له نورو هېوادونو شپږ نور فوټبالران هم د تل لپاره له دغې لوبې محروم شوي دي.

دا کسان د پیسو د لاسته راوړلو لپاره په شرط تړلو په‌‌دغه برخلیک اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG