د کابل ښار د ووشو کلپونو تر منځ د غورهلیګ سیالۍ پیل شوې.
د ووشو فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سیالۍ د ۶۲ کلپونو ترمنځ په دوه ګروپونو کې پیل شوي دي چې د هرې پنجشنبې په ورځ يې یوه لوبه کېږي.
دی وايي:
"د کابل د کلپونو ووشو لیګ سیالۍ هره پنجشنبه جوړېږي، دا سیالۍ د ۳ میاشتو لپاره دوام کوي او د کابل ۶۲ کلپونو برخه پهکې اخېستې. "
نوموړی وایي چې د دغه لیګ سیالیو د جوړولو هدف په ووشو ورزش کې د غوره څېرو پیاوړتیا ده.
د ووشو فدراسیون مشر وویل، همدا شان به د راتلونکي اوونۍ د دوشنبې په ورځ په ۲۸ ولایتونو کې د ووشو ملي سیالۍ پیل شي چې هدفيې د ووشو ملي لوبډلې ته د غوره څېرو انتخابول دي.