د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

یوه مور: ګرانه طالبه ته زما هېوادوال یې، د یوې مور غږ واوره او اوربند وکړه


ارشیف، په پکتیا کې یو وسله وال طالب, July 18, 2017
ارشیف، په پکتیا کې یو وسله وال طالب, July 18, 2017

د افغانستان د ښځو د شبکو ګڼو فعالانو پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د جنګي عملیاتو پر ځای دې اوربند وکړي.

دغه مېرمنې باور لري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د بري لپاره تر ټولو غوره لار اوربند دی.

د افغانستان د ښځو د بېلابېلو ټولنو په سلګونه فعالانو د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۵» په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، افغان مېرمنې نور په جنګونو کې د خپلو اولادونو قربانۍ نه‌شي زغملی ځکه چې په روانه جګړه کې ډېر رنځ ښځو ته رسېدلی دی.

د دې غونډې یوې ګډونوالې وویل:

"زه له طالبانو یوه پوښتنه لرم، په جنګ کې زما په ګډون دومره ښځې زیانمنې شوي ایا تاسې مېرمن نه‌لرئ، یا مور نه‌لرئ، غواړي چې جنګ ختم شي؟ ګرانه طالبه ته زما هېوادوال یې، د یوی مور غږ واوره."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه سیما سمر، ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې 06August2018
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه سیما سمر، ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې 06August2018

اغلې سمر وویل، د جنګ په دواړو لورو کې په څلورو لسیزو کې د افغانانو وینه تویه شوې او نور نه‌غواړي پنځمه لسیزه‌یې په جنګ پیل شي.

اغلې سمر زیاتوي:

"په ۴۱ کاله جنګ کې وژل کېږو او وژل کېږي، په‌دغه جنګ کې ډېره قرباني د افغانستان ښځو ورکړې. موږ د افغان مېرمنو په توګه، ډېر ژر او پرته له قید او شرطه اوربند غواړو، د جنګ دوام وژنې زیاتوي او د انتقام غوښتنه زیاتوي."

په‌دغه غونډه کې د جنګ د قربانیو د کورنیو غړیو پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د خالد او الفتح په نوم عملیات دې ودروي او د سولې هڅې دې وکړي.

د ختیځ زون روحانیون: "خالد" او "الفتح" عملیاتونه دې ودرول شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

دا په‌داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په قطر کې د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ شپږم پړاو خبرې پیل شي.

له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان سیاسیونو، حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ بین‌الافغاني ناسته وشي، خو د بېلابېلو دلایلو له امله وځنډېده چې د افغان مېرمنو د غونډې په اعلامیه کې يې په بیا پیلېدو ټینګار وشو.

دا اعلامیه د ویدا په نوم د یوې افغانې مېرمنې له لوري ولوستل شوه:

"موږ له حکومت او د طالبانو له ډلې غواړو چې د سولې مذاکراتو ته ادامه ورکړي او په هېواد کې تل‌پاتې سولې ته زمینه برابره کړي. موږ د سولې داسې پروسه غواړو چې ټول افغانان په‌کې ګډون وکړي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داوودزي تېره اوونۍ وویل، هڅې روانې دي چې په قطر کې له طالبانو سره د ځنډېدلو مذاکراتو بیا پیلېدو ته زمینې برابرې شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم ویلي چې د دغو مذاکراتو بیا پیلېدو ته هیله‌مند دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG