کابل چاپ نننیو بېلابېلو ورځپاڼو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او د سولې په روانو هڅو لیکنې او تبصرې کړې دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له قوله لیکلي په تېر یو کال کې په افغانستان کې ملکي تفات ۱۹ فیصده زیات شوي دي.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د ملکي مرګ ژوبلې عوامل مختلف دي، خو تر ډېره د جګړې د دواړو غاړو نیت ته ورګرځي.
د لیکوال په باور دا چې د سولې خبرې تېزې شوي، د جګړې ښکېلې غاړې هڅه کوي چې جګړه تُنده کړي او پهدې سره په سوله کې زیات امتیازات ترلاسه کړي، خو له بدهمرغه د جګړې زیان ملکیانو ته اوړي.
د دنیا ورځپاڼې لیکوال وړاندیز کوي، تر ټولو بهتره لاره دا ده چې د سولې روانې خبرې چټکې شي او د مظلومو افغانانو د وینې تویېدل ودرول شي.
- ملي ارمان
د ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې په ټولو خواوو غږ کړی، ملکیان هدف مهګرځوئ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د دغه جنایت هر اړخیزې پلټنې ته اړتیا لري، خو ولې اوسنیو جنګي شرایطو دا امکان له خلکو اخیستی.
- اصلاح
د اصلاح دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه څرګنده شوې ده.
د لیکوال په اند په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام د ملکي تلفاتو د زیاتوالي اصلي عامل دی او باید ملکیانو ته زیات پام وشي.
د سرمقالې په پای کې راغلي د نړۍ په کچه افغانستان په جګړه کې ښکېل هېواد دی او افغانان دې نتیجې ته رسېدلي چې نوره جګړه د خبرو او سولې له لارې حل کړي.
همدې ورځپاڼې د ولسمشر غني له خولې لیکلي، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح کړي.
- هېواد
د سولې لپاره باید څه ډول هڅې وشي؟
بلې دولتي ورځپاڼې هېواد له محمد اشرف غني نه په نقل قول لیکلي، مشوره اسلامي او جرګه او مشارکت د افغانانو ملي اصل او ارزښتونه دي او باید جدي ونیول شي.
همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې د سولې لپاره باید څه ډول هڅې وشي؟
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې که د سولې هره غونډه له بینالافغاني پلاوي پرته ترسره کېږي، نو ښې پایلې به ونهلري، دې ته په کتو سره دې بینالافغاني غونډې لپاره هڅې وشي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د اپرېل په ۲۸مه ناسته او له هغه دوه ورځې وروسته رسمي خبرې پیلېږي.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دغه ناسته به احتمالاً پنځه ورځې وغځېږي او ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو توافق او له هغه وروسته له حکومت سره د خبرو پر پیل هوکړه وشي.
- انیس
او په پای کې انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې درې اړخیزه غونډه جوړېږي.