د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۶

په سریلانکا کې د خونړیو بریدونو مسؤلیت داعش واخیست

په سریلانکا کې د وروستیو بریدونو د ځای یو انځور /Source: Jewel Samad (AFP)
په سریلانکا کې د وروستیو بریدونو د ځای یو انځور /Source: Jewel Samad (AFP)

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د سریلانکا د یکشنبې د ورځې د خونړیو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست.

په دغو حملو کې چې په پلازمېنه کلمبو او نورو ځایونو کې پر کلیساوو او عصري هوټلونو وشوې، د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲۱ تنو ته زیات شوی او شااوخوا ۵۰۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

د داعش ډلې د اتو تنو عکسونه خپاره کړي چې وايي، دا بمي حملې یې ترسره کړې دي.

داعش د اعماق په نوم پر خپله وېب‌پاڼه د دې بریدونو د مسؤلیت منلو تر څنګ ویلي، بریدونو کې د داعش پر ضد د ائتلاف د غړو هېوادونو اتباع او په سریلانکا کې عیسویان په نښه شوي.

د جرمني د «ډي پي اې» خبري اژانس د راپور له مخې، په اعماق کې د خپاره شوي بیان اشاره د امریکا په مشرۍ هغه ائتلاف ته ده چې په عراق او سوریه کې یې د دې ډلې پر ضد جګړه مخ ته وړې ده.

داعش چې په ۲۰۱۴ میلادي کال‌یې په عراق او سوریه کې ډېرې سیمې لاندې کړې وې، د دغه ائتلاف د جګړې په نتیجه کې په دواړو هېوادونو کې سخت ځپل شوی دی.

د سریلانکا چارواکو د ملي جماعت توحید په نوم یوه سیمه‌ییزه اسلام‌پاله افراطي ډله د دغو حملو مسؤله بللې وه.

د سریلانکا د وروستیو بریدونو د قربانیانو خپلوان د ویر په حال کې
د سریلانکا د وروستیو بریدونو د قربانیانو خپلوان د ویر په حال کې

په دفاعي چارو کې د سریلانکا د دولت وزیر روان ویجې ویردینه نن په کلمبو کې د دې هېواد پارلمان ته په خبرو کې وویل:

"دا پلان شوې حمله وه، موږ معلومات ترلاسه کړي چې اسلام‌پاله ترهګرو په کرایست‌چرچ جومات د حملې په ځواب کې دلته حملې وکړې، خو موږ په دې اړه څېړنو ته دوام ورکوو."

د هغه اشاره په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو د تېرې مارچ میاشتې حملو ته وه.

وموړي وویل، پولیسو پر کلیساوو له بریدونو مخکې اطلاعات ترلاسه کړي وو، خو ونه توانېدل چې پر وخت یې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

رویټرز خبري اژانس د درې باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سریلانکا استخباراتو له بریدونو، څو ساعته مخکې له هنده معلومات تر لاسه کړي وو چې سخت دریځې اسلامي ډلې په‌دې هېواد کې د بریدونو هڅه کوي.

د سریلانکا ولسمشر مایټریپالا سیریسنا وايي، که کوم خبرداری تر لاسه شوی هم وي، تر بریدونو مخکې له ده سره نه‌دي شریک شوي.

ارشیف، مایټریپالا سیریسنا، د سریلانکا ولسمشر December 13, 2016.

د سریلانکا پولیسو د دغو حملو په تړاو د ۴۰ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

نن په سریلانکا کې ملي ماتم دی او د دې حملو د قربانیانو په یاد درې دقیقې چوپتیا غوره شوه.

په سریلانکا کې د تېرې یکشنبې په ورځ پر کلیساوو، عصري هوټلونو او نورو ځایونو ټولې نهه حملې وشوې چې په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې تر پای ته رسېدو راهیسې په یوه لسیزه کې تر ټولو خونړۍ وې.

پولیسو په دې حملو کې د بریتانیا، چین، ډنمارک، هند او د متحده ایالاتو د اتباعو په ګډون، د ۳۵ بهرنیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

بریتانیا، چین، ډنمارک، هند او امریکا تأیید کړې چې په‌دې بریدونو کې یې اتباع وژل شوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG