یو شمېر افغان سیاسي څېرې ټینګار کوي چې افغانستان او سیمې ته د زلمي خلیلزاد اووم سفر باید تر ډېره د افغان حکومت او طالبانو په رسمي مذاکراتو متمرکز وي.
د قطر د غونډې له لغوه کېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او سیمې ته خپل تازه سفر پیل کړی.
یو شمېر افغان سیاسي څېرې تمه لري چې ښاغلی خلیلزاد به بینالافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.
افغان سیاستوال عبدالهادی ارغندیوال
له دغو سیاستوالو عبدالهادي ارغندیوال د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۳» ازادي راډيو ته وویل:
"د خلیلزاد صاحب راتګ به د راتلونکو ناستو لپاره یوه نوې زمینهسازي وکړي چې کېدای شي په قطر یا کوم بل ځای کې جوړې شي، همدا شان موږ له خلیلزاده غواړو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه په نهایت کې همدا دواړه اړخونه په جګړه کې دي او باید د سولې لاره خپله کړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي چې زلمي خلیلزاد افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او بریتانیا ته رسمي سفر پیل کړی دی.
دغه سفر د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوی او د راتلونکې لمریزې مې میاشتې تر ۱۱مې به دوام پيدا کړي.
زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دغه سفر کې به تر ډېره د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالو د ملاتړ په راجلبولو تمرکز وکړي.
ټاکل شوې وه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ له کابله یو پلاوی د قطر مرکز دوحې ته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ولاړ شي، خو د افغان حکومت په وینا، دغه ناسته د قطر له لوري لغوه شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی خلیلزاد به په قطر کې په طالب استازو فشار راوړي چې بینالافغاني خبرو ته چمتو شي.
بلخوا د احمد شاه مسعود د بنیاد رئیس احمد ولي مسعود ټینګار کوي چې ښاغلی خلیلزاد باید په دغه سفر کې په افغانستان کې دننه سیاسي ملي اجماع ته جدي پام وکړي، ځکه چې راتلونکې بینالافغاني ناستې د قطر د ناستې په برخلیک اخته نهشي.
ده وویل:
"موږ له ښاغلي خلیلزاده هیله لرو چې ټولو سیاسي اړخونو سره په تماس کې واوسي او نظریات واوري، تر څو یو تفاهم رامنځته شي، نوموړی باید په ملي او سیاسي اجماع ډېر ټینګار وکړي، خو که داسې ونهشي، نو که د قطر یا ازبکستان په شان د سولې نورې ناستې جوړېږي، له ناکامۍ سره به مخ شي."
که څه هم د افغانستان جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه څه نهوايي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې په روژې میاشت کې د اوربند لپاره باید هڅې وشي.
د دې شورا د مشرتابه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډيو ته وویل:
"ښاغلی خلیلزاد باید په دې دور کې د افغانستان خلکو ته خپله نېکه اراده په عمل کې ثابته کړي، د اوربند زمینه دې برابره کړي، دا مذاکرات پیلېږي، ځکه خلیلزاد ته د دواړو لورو دریځ معلوم دی، د ډیپلوماتیکو افادو څخه دې ډډه وشي او پروسه دې په صراحت او صداقت سره پر مخ بوځي."
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت، افغان سیاسیونو، امریکا او د سیمې او نړۍ د ډېری هېوادونو هڅې ډېرې شوې دي.
افغانان هم انتظار لري چې له ۴۰ کلنو جنګونو او وینې تویېدو وروسته د دایمي سولې څښتنان شي.
راپور: اکرامالله اکرام