د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د کابل د نجونو فوټ‌سال: استقلال د کابل کلپ پر وړاندې بری وموند


ارشیف، د نجونو د فوټسال لوبه
ارشیف، د نجونو د فوټسال لوبه

د کابل د نجونو د فوټ‌سال لیګ د سیالیو په لړ کې پرون د دوشنبې په ورځ هم درې لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسنیو د برخې مرستیال شمس امیني نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د نجونو له تعلیم څخه د ملاتړ په نوم درېیو ټيمونو ترمنځ ترسره شوې.

دی وايي:

"استقلال ټيم د کابل کلپ پر وړاندې ۲ صفر بریا ته ورسېد، عدالت ټيم ۸ د ۲ په مقابل کې سنګر ټيم ته ماتې ورکړه او هدیه ټيم ۱۰ د صفر په وړاندې د اشیانې پر ټيم بری ترلاسه کړ."

نوموړي وویل چې دغه لوبې د نجونو د فوټ‌سال ملي ټيم ته د مخکښو څېرو د ټاکلو په هدف اوونۍ کې دوه وارې ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ اطلس د معرفت پر وړاندې، توانا د عدالت او امید فردا د کابل کلپ په وړاندې لوبېږي.

ویل کېږي چې دغه لوبې چې په اوونۍ کې دوه ورځې دوشنبې او چهارشنبې ترسره کېږي د اپرېل له لومړۍ نېټې پیل شوي چې د مې تر ۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG