په سریلانکا کې د پرونیو خونړیو حملو په اړه نوي جزئیات رابرسېره شوي دي.
د سریلانکا پولیس وایي، په پلازمېنه کلمبو کې د کلیساوو او هوټلونو په ګډون په یو شمېر ځایونو کې د تېرې ورځې په خونړیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۹۰ تنو ته رسېدلی او شااوخوا ۵۰۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
پولیسو دغهراز نن وویل چې د دغو حملو په تړاو یې تر اوسه ۲۴ مشکوک کسان نیولي دي.
په سریلانکا کې پرون په کلیساوو، عصري هوټلونو او نورو ځایونو ټولې نهه حملې وشوې چې په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې راهیسې په یوه لسیزه کې تر ټولو خونړۍ حملې بلل شوي.
د سریلانکا ولسمشر مایتریپالا سیریسینا به د دغو حملو په تړاو د نړیوالو اړیکو د څرک معلومولو په هدف د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړي.
دا خبره د هغه دفتر نن په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.
ویل شوي چې ولسمشر په دې برخه کې له بهرنیانو د مرستې غوښتنې ځکه کوي چې استخباراتي راپورونه د دې ښکارندويي کوي چې د سیمهییزو ترورېستانو تر شا بهرنۍ ترورېستي ډلې ولاړې دي.
په خپاره شوي بیان کې دغهراز ویل شوي چې ولسمشر به په هېواد کې اظطراري حالت اعلان کړي چې نن له نیمې شپې جاري کېږي او پولیسو او پوځ ته د زیاتو صلاحیتونو اجازه ورکوي چې د محکمې له امر پرته مشکوک کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره توقیف کړي.
تر دې مخکې د حکومت ویاند راجیتا سینارتني ویلي وو چې ګومان کوي چې دغه حملې به د سیمهییزې د ملي توحید جماعت په نوم اسلامپالې سخت دریځې ډلې کار وي.
هغه همدا شان تأیید کړه چې پولیسو له مخکې پر کلیساوو د احتمالي ځانوژونکو حملو په اړه معلومات ترلاسه کړي وو چې د ده په وینا، په مخنیوي کې یې پاتې راغلي دي.
یوه دولتي څېړونکي چې نومیې نهدی په ډاګه شوی، خبریالانو ته ویلي چې په پلازمېنه کلمبو کې پر درېیو کلیساوو او درېیو هوټلونو ځانوژونکې حملې شوې دي.
تر اوسه هېڅچا د دغو حملو مسؤلیت نهدی اخیستی، خو د سریلانکا د دفاع وزیر رووان ویجي واردینا دا د مذهبي افراطیانو لهخوا حملې بللې دي.
پرون په درېیو کلیساوو د کلمبو په شمال ختیځ نیګومبو ښارګوټي کې او پر یوې بلې هم له کلمبو ۲۵۰ کېلو متره لیرې په ختیځ باتیکالو کې حملې وشوې.
سریلانکا چې ۲۲ ميلیونه نفوس لري، اکثریت وګړي یې بودایي مذهبه دي، خو له اتو تر ۱۲ فیصدو پورې یې نور مذهبي اقلیتونه، مسیحیان، مسلمانان او هندوان تشکیلوي.
پولیسو ویلي چې په کلمبو کې پر درېیو عصري هوټلونو په حملو کې د امریکایانو، بریتانویانو، هندیانو او پورتګالیانو په ګډون، ۳۵ بهرنیان وژل شوي دي.
بریتانیا، چین، ډنمارک، هند او د امریکا متحده ایالاتو د خپلو اتباعو وژل کېدل تأیید کړي دي.
په سریلانکا کې کورنۍ جګړه چې څه باندې دوه نیمې لسیزې یې دوام کړی و، ۱۰ کاله مخکې پای ته ورسېده.
د تامیل پړانګانو په نوم یاغي ډلې په دې هېواد کې د اقلیت تامیلیانو لپاره د یوه خپلواکه هېواد د جوړېدو لپاره وسلهواله مبارزه کوله.