د اوکراین د ولسمشرۍ د تېرې ورځې د دوهم دور انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښیي چې د ټلوېزیون کمېډین ولودیمیر زلنسکي خپل رقیب د دې هېواد اوسني ولسمشر پترو پروشنکو ته ماته ورکړې ده.
د اوکراین د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو چې تېره ورځ ترسره شول، د شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې ولودیمیر زلنسکي په سلو کې څه باندې ۷۳ رأیې ګټلي او د هغه رقیب اوسني ولسمشر پترو پروشنکو څه کم ۲۵ فیصده رأیې خپلې کړې دي.
د ټلوېزيون کمېډين ولودیمیر زلنسکي چې په سياست کې لږه تجربه لري، ځان يو ساده کس بللى و چې د ده په وينا، د اوسني نظام د بدلون لپاره راغلى دى.
اوکراین چې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د کريميا پر سر له روس پلوه بېلتون غوښتونکو سره له پنځو کلونو راهیسې په جګړه کې ښکېل دى، ډېری خلکیې داسې انګېري چې سیاست او ټولنه کې فساد او خویش خوري یا واسطې ډېر عام دي.
د انتخاباتو د کمېسیون لهخوا د رأیو د نتیجې له خپرېدو وروسته پترو پروشنکو چې ځانیې د روسیې د یرغل د مخنیوي یو مدافع معرفي کړی، خپله ماتې منلې او زلنسکي هم دا مسئله تأیید کړه.
هغه پرون له پروشنکو مننه وکړه چې ورتهیې په ټیليفون کې د بریا مبارکي ورکړه.
زلنسکي په کیف کې خبریالانو ته دغهراز وویل چې پروشنکو ورته وویل چې هر وخت ورباندې حساب کولای شي.
زلسنکي وویل، د اړتیا په صورت کې به له پروشنکو څخه مشوره وغواړي، خو نیت لري چې نوي کسان د اوکراین سیاست ته داخل کړي.
زلنسکي ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به دی خپله ځيني اعلانونه وکړي.
زلنسکي او پروشنکو دواړه لوېدیځ پلوي ګڼل کېږي.
زلنسکي په ناټو تړون کې د اوکراین د احمتالي غړیتوب ملاتړ کړی، خو لومړی باید دغه غړیتوب په یوه ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې تصویب شي.
زلنسکي دغهراز ټینګار کړی چې روسیه باید د تور سمندرګي په غاړه د کریمیا ټاپووزمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره ملحق کړه، بېرته اوکراین ته وسپاري او تاوان ورکړي.
زلنسکي دغهراز د اوکراین په ختیځ کې د روانو شخړو په اړه چې تر اوسه له ۱۳ زرو زیات کسان پهکې وژل شوي، له روسیې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده.
مسکو دغه وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې دغه کړکېچ د اوکراین داخلي مسئله ده او له کیف څخهیې غوښتي چې د مسکو ملاتړو بېلتون غوښتونکو له استازو سره خبرې وکړي.
د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هنت هم زلنسکي ته د ده د احتمالي بريا مبارکي ويلې ده.
د اوکراین پراودا ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم له مخکې له زلنسکي سره په ټیليفون خبرې کړي او هغه تهیې د بریا مبارکي ورکړې ده.