د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۷

په هلمند کې د پولیو دوه نورې پېښې ثبت شوي

په هلمند کې د پولیو ضد واکسین پوسټر  April 22 2019
په هلمند کې د پولیو ضد واکسین پوسټر April 22 2019

د هلمند ولایت د بُست دولتي روغتون په یوه څانګه کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پروګرام په‌ عادي ډول مخته ځي، خو په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو د مخالفت په خاطر درېدلی دی.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس عبدالاحد حازم وايي، تازه د دې ولایت په واشېر او سنګین ولسوالیو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي او د دې وایروس د موجودیت په اړه‌يې اندېښنې ډېرې کړې دي.

تر دې وړاندې هم په‌دې ولایت کې دوه مثبتې پېښې موجودې وې.

ویل کېږي یوه بله مثبته پېښه په ارزګان کې هم ثبت شوې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې په هلمند کې پخوا طالبانو په ټول هېواد کې د روغتیا د نړیوال سازمان له‌دې ډلې د واکسین پروګرام بند کړی دی.

  • دا چې په‌دې اړه اساسي مشکلات څه دي؟

په‌دې اړه د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

This item is part of
XS
SM
MD
LG