د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

خلک: ارزګان کې د خپل‌سرو وسله‌والو له امله کاروبار نه‌شو کولای


ارشیف، د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار مرکزي چوک
ارشیف، د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار مرکزي چوک

په ارزګان کې خلک وايي چې بیا جنايي جرمونه او خپل‌سري وسله‌‌وال زیات شوي دي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل، دغه چارې سخت اندېښمن کړي او په ډاډه زړه له کورونو نه‌شي وتلی او نه هم په ښار کې کاروبار کولای شي.

دوی غوښتنه کوي چې دولت دې یې مخه ونیسي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین بیا د خلکو یادې خبرې ردوي او وايي چې په‌دغه ولایت کې د پخوا په پرتله جنايي جرمونه کم شوي دي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG