د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۲

د سولې ولسي حرکت په هلمند کې د حکومت او طالبانو د عملیاتو پرضد لاریون وکړ


ارشیف، په غزني ولایت کې د امن په اړه د خلکو غږ

د سولې د ولسي حرکت غړو په هلمند کې د حکومت او طالبانو د عملیاتو په ضد لاریون وکړ.

د دې حرکت غړو چې ګڼ شمېر ماشومان او ښځې هم ورسره ملګري وو، شعار ورکاوه چي د حکومت خالد او د طالبانو الفتح عملیات دخلکو د وژلو لپاره دي، ګټه نه لري.

دوی د تل په څېر د دواړو غاړو ترمنځ د سولي د خبرو د پیل غوښتنه وکړه او په خبره یې چې د بین الافغاني سولې لپاره په ټپه درېدلې چارې دې بېرته شروع شي.

په دې اړه نور حال د الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

XS
SM
MD
LG