د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۹

دفاع وزارت د کابل ښار په ځینو بازارونو کې د پوځي یونفورم پلور غیر قانوني ګني


ارشیف، په کابل ښار کې د نظامي توکو د پلورنځي یو انځور

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د کابل ښار په یو شمېر بازارونو کې د پوځي یونفورم پلور غیر قانوني ګني.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان ملي اردو یونفورم باید په بازار کې خرڅ نه شي، ځکه دوی په کافي اندازه یونفورم لري چې خپلو ځواکونو ته یې ووېشي.

د دغه وزارت ویاند قیس منګل د کابل په پل خشتي سیمه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یونفورم خرڅلاو غیر قانوني بولي خو زیاتوي چې په یو شمېر بازارونو کې د قانوني اسنادو د موجودیت په صورت کې دا کار کېږي.

دی وایي:

"کومې مغازې چې دا یونفورم پلوري، هغوی یو اسنادي پروسیجر بشپړ کړی، هغوی یونفورم پر عوامو نه پلوري، اول یې د ملي اردو کارت ګوري، هغه ثبتېږي بیا یونفورم ورته جوړېږي، په پل خشتي کې چې خرڅېږي، دوی قطعاً جواز نه لري او پلورل یې دلته منع دي."

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل او یو شمېر ولایتونو په بازارونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یونفورم په غیر قانوني ډول پلورل کېږي.

د راپورونو پر بنسټ، مخالفینو له دغه یونفورم په استفادې ډېر ځله حملې کړې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت د شنبې د ورځې د حملې په تړاو خپاره شوي عکسونه ښيي چې یاده حمله هم له پوځي یونفورم په استفادې تر سره شوې وه.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پر وزارت د تېرې ورځې د پرید او نښتې د مهال یو انځور 20 April 2019
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پر وزارت د تېرې ورځې د پرید او نښتې د مهال یو انځور 20 April 2019

یو شمېر کابل ښاریان د حکومت له لوري د داشان بازارونو د تړل کېدو غوښتونکي دي.

د کابل ښار دوو تنه اوسېدونکو صلاح الدین او امید ازادي راډیو ته وویل:

"د دې توکو خرڅول یو غیر قانوني کار دی او په کلکه یې باید مخنیوی وشي، ځکه دې کار ترهګرو ته لاره اسانه کړې، راځي نظامي دریشي اغوندي او په یوه محل ننوځي او چاودنې کوي."

"چې انتحاري کېږي له همدې طریقه کېږي، دریشي اغوندي، بوټان یې په پښو کوي، خلک فکر کوي چې د دولت کس دی، خپله د ملي اردو کسان دریشي راوړي او دلته یې خرڅوي او دوی یې هم په غیر قانوني ډول په نورو پلوري، باید مخه یې ونیول شي."

خو د دغه بازار دوکانداران ادعا لري چې دا توکي په هر چا نه پلوري او په چا یې چې پلوري، په بدل کې یې د اسنادو غوښتنه کوي.

امین الله د پوځي دریشۍ یو ګڼدونکی دی، دی وایي:

"دلته دا دریشیانې او بوټونه خرڅېږی، خو په هغه کس چې مکتوب ولري، تذکره یې کتل کېږي او د دغو اسنادو فوټو کاپي اخیستل کېږي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو نظر هم واخلو، د پرله پسې اړیکو با وجود هم بریالي نه شو.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG