د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

په سریلانکا کې نن په ګڼو چاودونو کې د وژل شویو او ټپیان شمېر مخ په زیاتېدو دی


په سریلانکا کې د نننو چاودنو د یوه ځای انځور
په سریلانکا کې د نننو چاودنو د یوه ځای انځور

په سریلانکا کې نن په ګڼو چاودونو کې د وژل شویو او ټپیان شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په سریلانکا کې نن په ګڼو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ کسانو اوښتی او د ټپیانو شمېر هم له ۵۰۰ تنو زیات شوی دی.

دا چاودنې نن سهار د کلیساوو په شمول چې د مسیحیانو اختر پکې لمانځل کېده، په بېلابېلو ځایونو کې شوي دي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر حملې د ځانوژونکو له خوا شوي چې تراوسه چارواکو هغه نه دي تأیید کړي.

په دې چاودنو کې لږترلږه ۲۰۷ تنه وژل شوي دي.

درې چاودنې د پلازمېنې کولمبو د شمال د نیګومبو ښارګوټي په درېیو کلیساوو کې شوي دي او درې نورې هم د کولمبو په عصري هوټلونو کې شوي دي.

د نیګومبو د سنت سبیسټین کلیسا په خپله فېسبوک پاڼه کې د کلیسا دننه د وراني تصویرونه ایښي چې اوږدې چوکۍ او غولی یې په وینو لړلی ښکاري او له خلکو د مرستې غوښتنه کوي.

په دې ځای کې په چاودنه کې لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، درې چاودني په عصري هوټلونو کې شوي دي.

د سریلانکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې ۲۷ بهرنیان په دې چادونو کې وژل شوي دي.

ارشیف، د سریلانکا ځواکونه
ارشیف، د سریلانکا ځواکونه

د سریلانکا د مالې وزیر مانګالا ساماراویرا په یوه ټوېټ کې ولیکل چې داسي ښکاري چې دغه حملې چې ښې تنظیم شوي، د وژلو، ورانولو او د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره یوه هڅه وه چې په نتیجه کې یې ډېر بېګناه انسانان ووژل شول.

د حکومت یوه بل وزیر هارشا دي سیلوا په خپله ټوېټرپاڼه کې کښلي چې له چاودنو وروسته یې ډېرې وحشتناکې صحنې لیدلي چې د بهرنیانو په ګډون ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تراوسه پورې هېڅ چا د دې حملو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

د سریلانکا ولسمشر مایتریپالا سیریسینا له خلکو غوښتي چې خپله ارامي حفظ کړي او د دغو حملو په اړه په تحقیقاتو کې د چارواکو ملاتړ وکړي.

تر دغو چاودنو وروسته په پلازمېنه کولمبو او هوایي ډګر کې یې امنیتي تدابیر شدید شوي دي.

له حملو وروسته په ښارونو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی او چارواکو ویلي چې د فېسبوک او واټساپ په ګډون لویې ټولنیزې رسنۍ په موقتي توګه بندي شوي، تر څو د غلطو معلوماتو او ګونګوسو د خپرېدو مخه ونیسي.

تراوسه چارواکو دغه حملې چې پر مذهبي ځایونو او هوټلونو شوي، ترورېستي نه دي بللي.

د سریلانکا د وګړو چې اکثریت یې بودایان دي، په سلو کې یوازې اووه یې کاتولیک مذهبه دي، مذهب ته هم په دې هېواد کې د تامیل او اکثریت سینهاليس ټبرو ترمنځ د یووالي د یوه ځواک په توګه کتل کېږي.

د نړۍ مشرانو هم دغه حملې غندلې دي.

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس په سریلانکا کې د دغو خونړیو حملو په اړه خفګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې دی د دغه بې رحمه خشونت د قربانیانو په خوا کې دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټوېټري پیغام کې د سریلانکا له خلکو سره د زړه له کومې د خواخوږۍ مراتبو د څرګندولو ترڅنګ له سریلانکا سره د مرستو د چمتووالي خبره کړې ده.

د جرمني صدراعظمې انګيلا مېرکل دغه حملې غندلي او غوښتنه یې کړې چې هغه مذهبي کرکه او نه صبر چې نن په دې بڼه په حملو کې څرګند شوی، باید بری ونه مومي.

د نړۍ ډېرو نورو مشرانو هم د دغو حملو په اړه چې په سریلانکا کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې په یوه لسیزه کې تر ټولو خونړۍ حملې دي، عکس العملونه څرګند کړي او دغه لړۍ روانه ده.

په سریلانکا کې کورنۍ جګړه چې څه باندې ۲۵ کاله یې دوام کړی و، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې پای ته ورسېده.

د تامیل د پړانګانو په نوم وسله والې یاغي ډلې د تامیلیانو لپاره د یوه خپلواکه هېواد د جوړولو لپاره مبارزه کوله.

دغې ډلې هغه مهال پر بانکونو، د سوداګرۍ پر مارکېټونو، بودایي معبدونو او دغه راز د سېلانیانو پر مشهورو هوټلونو حملې کولې.

XS
SM
MD
LG