په ارزګان کې د دولسم ټولکي فارغان وای چې د کانکور په ازموینه کې دې مرسته ورسره وشي.
دوی وايي، د روانې جګړې له کبله ډېر وخت له زده کړو بې برخې شوي وو او زیات وخت يې ښوونځي په مخ تړل شوي وو.
دوی له دولته غوښتنه کوي چې له دوی سره دې نسب نورو ولایتونو ته د لوړ زده کړو ډېر چانسونه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه په دغه ولایت کې له ۷۶۸ زده کوونکو د کانکور ازموینه پیل شوه.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: