د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

د دوحې د غونډې ځنډ د کابل چاپ ورځپاڼو له نظره!


ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د قطر غونډه وځنډېده که لغوه شوه، دا به وروسته روښانه شي، خو هغه څه چې د قطر د غونډې په باب د قطر او کابل ترمنځ د طالبانو، سیاستوالو او حکومت ترمنځ په دې ورځو کې پېښ شول، لنډ او اوږده لېستونه راووتل، همغږي او مخالفتونه وشول او بالاخره د بین الافغاني تفاهم غونډه په خپل وخت ونه شوه چې د سرمقاله لیکونکي په خبره، څومره چې پرې افسوس وکړو، لږ دی.

ورځپاڼه لیکي، په دې لوبه کې هېڅ څوک هم ګټونکي نه وو او نه دي، سره له دې چې ظاهراً د حکومت مراد پوره شو او غونډه ونه شوه.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د یو شمېر افغان شنونکو په حواله لیکلي، په تېرو دوو اوونیو کې د دوحې د ناستې لپاره د افغان حکومت هڅو د سیاسي عملیاتو بڼه درلوده او د پردې تر شا د ارګ هڅه دا وه چې یاده غونډه لغوه کړي.

په مطلب کې راغلي، ټاکل شوې وه چې دغه ناسته د روانې میلادي میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې په قطر کې جوړه شي.
خو جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې وروسته له هغې چې په دغه غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي د سفر لپاره ټوله تیاري ونیول شوه، د قطر حکومت یو نوی نوملړ چې باید یاد کسان په دغه غونډه کې ګډون وکړي، افغان حکومت ته وسپاره چې په اعلامیه کې دا د افغانانو پرېکړې او ارادې ته بې احترامي ګڼل شوې ده.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې د یو شمېر شنونکو په حواله لیکلي، دا چې له افغانستانه قطر ته د تلونکي پلاوي شمېر ډېر او جوړښت یې ځواکمن و، نو طالبان له دغې غونډې په شا شوي او هڅه یې کوله چې د خپلې خوښې کسان د مسکو په څېر دوحې ته هم ور وغواړي.

د شنونکو په حواله دا هم راغلي چې طالبانو د مسکو په غونډه کې ډېره سیاسي ګټه پورته کړه او د دوحې د ناستې په اړه یې هم ورته پلان درلود.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه د یو شمېر بهرنیو اژانسونو په حواله په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د دوحې د غونډې ځڼډېدل افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د هلوځلو شاته تګ و.

XS
SM
MD
LG