د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د تورونو د ادعا د خاص څارنوال رابرټ مولر یو ایډيټ شوی رپوټ پرون کانګرس ته ورکړل شو.
د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار وايي، د رابرټ مولر څېړنې ښيې چې د روسیې دولت د امریکا په ترسره شویو انتخاباتو کې د لاسوهنې هڅه کړې وه.
رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې چې په مټ یې ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ته ورسېد د روسیې د لاسوهنو تورونه څېړل.
د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار بیا دا ویلي چې د څېړنو په پایله کې د روسیې پهدې هڅه کې د ډونالډ ټرمپ یا د هغه د انتخاباتي ټیم د سازش په اړه شواهد نهدي پیدا شوي:
"د خاص څارنوال رابرټ مولر رپوټ دا څرګندوي چې د ده څېړنو نهده ثابته کړې چې د ټرمپ د کمپاین غړیو د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې له حکومت سره په لاسوهنه کې همغږي یا لاس یو کړی وي."
څارنوال بار پرون پنجشنبه په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته غږېده او دا بیان یې ورکړ.
تردې کنفرانس مخکې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د تورونو خاص څارنوال رابرټ مولر د خپلو څېړنو یو ایډیټ شوی څلور سوه مخیزه رپوټ خپور کړ.
د پنجشنبې په ورځ د دغه رپوټ بیا کتل شوې بڼه کانګرس ته په سپارل کېدو سربېره په انټرنیټ هم خپره شوه.
اخوا د امریکا متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د رابرټ مولر د څېړنو د بیا کتل شوي رپوټ د خپرېدو په غبرګون کې ویلي چې نه کوم جوړجاړی شوی او نه هم د څېړنو مخه نیول شوې.
ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دا خبره وکړه:
"ما هم ښه ورځ تېره کړه. ویل شوي چې کوم سازش نهدی شوی او نه هم د څېړنو ممانعت شوی. دا هېڅکله هم نهدي شوي او نه به وشي او موږ باید په مسایلو سر خلاص کړو."
ډموکراټانو په واشنګټن کې د امریکا لوی څارنوال تورن کړی چې هڅه کوي، څو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د خپاره شوي رپوټ د منفي موندونو په وړاندې دفاع وکړي.
د امریکا د استازیو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي چې ویلیام بار د هغې په خبره په "سرڅرخوونکې" هڅه کې ښکېل دی چې د ټرمپ د ادارې له خوا د مولر د راپور د مثبت ښودلو په هدف ترسره کیږي.
په روسیه کې د ولسمشرۍ ویاند دمیتري پسکوف بیا د امریکا د خاص څارنوال له خوا د امریکا په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د تورونو په اړه خپور شوی رپوټ رد کړی او بې اهمیته یې بللی دی.
صفيالله ستانکزی