د ارزګان سيمهييز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو کې ټول ښوونځي د زدهکوونکو پر مخ تړلي دي.
د ارزګان د پوهنې رياست چارواکي هم مني چې په ياده ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو د نامعلوم دليل له مخې ښوونځي تړلي، خو وايي د خلاصولون هڅې يې پیل کړې دي.
وسلهوالو طالبانو پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: