د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۳

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام مهالوېش اعلان شو

ارشیف، په کوالالامپور ښار کې د فوټبال لوبه, 11Jul2007
ارشیف، په کوالالامپور ښار کې د فوټبال لوبه, 11Jul2007

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام د مقدماتي سیالیو مهالوېش اعلان شو.

دغه سیالۍ چې د یو شمېر اسیایي هېوادونو ترمنځ د راتلونکي جون میاشتې په شپږمه نېټه ترسره کېږي نن‌یې د مالیزیا په کوالالامپور ښار کې مهالوېش اعلان شو.

د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې برونئي له مغلستان لوبډلې په دوهمه لوبه کې ماکائو له سریلانکا سره او په درېیمه لوبه کې لائوس له بنګله‌دېش لوبډلې سره مخامخ کیږي.

همدا شان به مالیزیا له تېمور شرقي کامبوج له پاکستان اوګوام له بوتان سره لوبه وکړي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال فوټبال نړیوال جام په قطر کې ترسره کېږي چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا د معلوماتو له مخې د لومړي ځل لپاره دا ځل په‌دې سیالیو ۳۲ لوبډلې برخه لري.

له دې وړاندې په دې جام کې ۲۲ لوبډلو د ګډون حق درلود.

د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په روسیه کې شوي چې فرانسې يې اتلولي ګټلې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG