متحده عرب اماراتو د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پرېکړه وستايه چې د کانګرس يو پرېکړهليک يې ويتو کړى دى.
د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير انور قرقاش نن سهار په ټويټر کې ليکلي:
"د ولسمشر ټرمپ لهخوا په يمن کې د عرب ائتلاف د ملاتړ څرګندول يوه مثبته اشاره ده."
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کانګرس هغه پرېکړهليک ويتو کړ چې په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ جګړه کې د امريکا د ښکېلتيا د پاى ته رسېدو غوښتنه پهکې شوې وه.
سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ دغه پرېکړهليک ويتو کړى دى.
دغه پرېکړهليک د کانګرس استازو جرګې ته په اپرېل او مشرانو جرګې ته په مارچ مياشت کې سپارل شوى و چې دواړو تصويب کړى و.
د کانګرس غړي د ولسمشر ټرمپ لهخوا د پرېکړهليک ويتو په هغه صورت کې ردولاى شي چې په درېيو کې دوه برخې استازي يې ملاتړ وکړي.
ولسمشر ټرمپ پرون سې شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي و چې دا پرېکړهليک غير ضروري دى او يوه خطرناکه هڅه ده چې د ده قانوني صلاحيتونه کمزوري کوي.
ښاغلي ټرمپ په يمن کې د امريکا دخالت مهم بللى او ويلي يې دي، دا د هغو څه باندې ٨٠ زره امريکايانو د خونديتوب لپاره مهم دى چې د ائتلاف په ځينو مشخصو غړو هېوادونو کې دېره دي.
د پرېکړهليک ملاتړي وايي، په يمن کې د امريکا دخالت له هغو قانوني اصولو چې مرجعيې کانګرس ده، نه ولسمشر سرغړونه کوي.
دوى وايي، کانګرس بايد دا پرېکړه وکړي چې امريکا کله په جګړه کې ځان ښکېل کړي.
بلخوا ډموکراتان استدلال کوي چې د کانګرس له اجازې پرته د يمن په شخړه کې د امريکا دخالت، غير قانوني دى.
د يمن هغه حکومت چې سعودي عربستان او د هغه پوځي متحدانيې ملاتړ کوي، له ٢٠١٥ میلادي کال راهيسې د هغو حوثي ياغيانو پر ضد جنګېږي چې د ايران ملاتړ ورسره دى.
پهدې جګړه کې شااوخوا ١٠ زره کسان وژل شوي او ١٤ میليونه نور، د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.