د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۹

د ایټالیا پولیسو د فوټبال د ۵۴ وسله‌والو نندارچیانو مخه نیولې

ارشیف، د ایټالیا پولیس
ارشیف، د ایټالیا پولیس

د ایټالیا پولیسو د اروپا د فوټبال د اتلولۍ لیګ د نن شپې د سیالۍ لپاره د هغه ۵۴ نندارچیانو مخه نیولې چې د فوټبال لوبغالي ته‌يې وسلې له ځانونو سره لېږدولې.

دغه سیالي نن شپه د ایټالیا په تورین ښار کې د یوونټوس او اژاکس فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

پولیسو ویلي، فکر کوي دغه وسله‌والو کسانو غوښتل چې د یادې سیالۍ نظم ګډوډ کړي.

د ایټالیا د تورین ښار پولیسو له یو شمېر بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې د دغې سترې فوټبال سیالۍ امنیت‌یې نیولی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG