د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

افغان کرکټ بورډ: د احمد شاه ابدالي کرکټ سیالۍ وځنډېدې


ارشیف، د خوست د کرکټ لوبغالی
ارشیف، د خوست د کرکټ لوبغالی

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ د بارانونو له امله وځنډېدې.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې وه چې نن د ننګرهار د غازي امان‌الله خان په لوبغالي کې بند امير او بُست لوبډلې د کونړ په لوبغالي کې مس عینک او سپين‌غر او د کابل په ایوبي لوبغالي کې د کابل او امو زون لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي، خو د سختو ورښتونو له امله دا سیالۍ تر نامعلومې مودې وځنډول شوې.

ښاغلي هوتک وویل، دغه سیالۍ ۱۰ ورځې وړاندې پیل شوې چې د افغانستان د شپږو زونونو لوبډلې په‌کې برخه لري.

نوموړي دا هم وویل چې په روانو سیالیو کې تر دې دمه د کابل لوبډله د ۳۰ نمرو په لرلو سره تر نورو مخکې ده، همدا شان امو لوبډله د ۲۷ او سپین غر لوبډله د ۲۶ نمرو په لرلو سره د جدول په دوهم او درېیم ځای کې قرار لري.

XS
SM
MD
LG