د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

په دولتي روغتونونو کې د معیاري انتظارخونو له نشتوالي پایوازان شکایت لري


ارشیف، د کابل په یوه روغتون کې د یوه راوړل شوي ټپي او پایوازانو یو انځور AP Photo/Rahmat Gul
ارشیف، د کابل په یوه روغتون کې د یوه راوړل شوي ټپي او پایوازانو یو انځور AP Photo/Rahmat Gul

د هېواد په دولتي روغتونونو کې د معیاري انتظار خونو د نه‌موجودیت له امله پایوازان شکایت لري.

د کابل په دولتي روغتونونو کې د پایوازانو لپاره د یو مناسب ځای نشتوالی هغه ستونزه ده چې له امله‌يې دوی مجبور دي چې له روغتونه دباندې په سړه او نمجنه هوا کې شپې تېرې کړي.

له دې ډلې یو شمېر یې چې د کابل په رابعه بلخي روغتون کې يې ناروغان بستر دي، وايي چې پرله‌پسي درې شپې يې له روغتونه دباندې باد او باران ته تېرې کړي چې له امله‌يې ناروغان شوي دي.

ګل احمد د کابل د ده سبز له تره‌خېلو سیمې خپل ناروغ راوستی او په دغه روغتون کې یې بستر کړی دی.

دی وایي:

"درې ورځې کېږي چې له روغتونه دباندې په سړه او نمجنه هوا او د باران لاندې مې شپه تېره کړې، له ده سبزه راغلی یم، لور مې ناروغه ده او مجبور یم چې ورسره واوسم، اوس خپله هم ناروغ یم او دوا مې اخیستې ده."

د کابل رابعه بلخي روغتون د نارینه پایوازانو لپاره د ۲۰ کسانو په ظرفیت یوه کوچنۍ انتظار خونه لري، خو پایوازان وايي، یاده خونه د اوسېدو وړ نه‌ده.

د نارینه‌وو تر څنګ ښځې هم په روغتونونو کې د معیاري او مناسبو انتظارخونو له نه‌موجودیته شکایت کوي.

عاصمه چې دغه روغتون ته‌یې خپله اینګور وروستې، وايي:

"روغتون د پایوازانو لپاره انتظارخونې نه‌لري، اوس دلته باران لاندې منتظر یوو، معلومه نه‌ده چې څه موده به مې ناروغ ښه شي، زه له خپلې اینګور سره راغلې یم، درې شپې کېږي چې د ځمکې پر سر ویده کېږو."

دا یوازې رابعه بلخي روغتون نه‌دی، بلکې د کابل په ملالۍ روغتون کې هم پایوازان له ورته ستونزې سر ټکوي.

د ملالۍ روغتون انتظارخونه، چېرته چې پایوازان په ناوړه وضیعت کې د غالۍ پر سر شپې ورځې تېروي.

دوو تنو پایوازانو یې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، انتظارخونې په ډېر ناوړه وضعیت کې دي او عامې روغتیا وزارت باید د ستونزې هوارولو لپاره جدې ګام واخلي.

دوی وایي:

"موږ له دولته غواړو چې موږ ته اسانتیاوې رامنځته کړي، اوس د باران لاندې شپه تېروو."

"له انتظارخونې دباندې خپل ناروغ ته ناست یم، له دولته غواړو چې دې مسئلې ته جدي پام وکړي، ځکه له ناروغانو د پایوازانو وضعیت ډېر خراب دی "

تر دې وړاندې یو شمېر خلکو د روغتیايي خدمتونو له کمښت، بې‌کیفیته درملو او په ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو له کمښته شکایتونه کړي وو.

له دې ټولو سره سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به د کابل په ګډون په ولایتونو کې هم معیاري انتظارخونې جوړې شي.​د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

"په اکثرو روغتونونو کې د پایوازانو لپاره ځانګړي انتظارخونې د جوړېدو په حال کې دي، په ټولو کار روان دی، ان‌شاءالله په راتلونکو درېیو میاشتو کې به موږ نه‌یوازې په کابل، بلکې په ولایتونو کې هم معیاري انتظارخونې ولرو."

وبه کتل شي چې د عامې روغتیا د وزیر دا ژمنه به کله عملي بڼه پیدا کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG