د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۶ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۵

شهین: امریکا له افغانستانه په بیړه د خپلو ځواکونو ایستل نه غواړي


کابل ته د امریکا د کانګرس د راغلي پلاوي غړې، مخکښه ډموکراټه سناتوره جین شهین

د امریکا د کانګرس د هغه پلاوي چې له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلي، یوه مخکښه ډموکراټه سناتوره وایي، متحده ایالات نه غواړي چې په بیړه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره فشار راوړي.

مخکښې ډموکراټې سناتورې جین شهین وویل، متحده ایالات په افغانستان کې د روانې اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره نه غواړي چې له دې هېواده په بیړه د خپلو ځواکونو د ایستلو مسئله تعقیب کړي.

مېرمن شهین چې د کانګرس د یوه پلاوي په ترکیب کې له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره له تېرو څو وروځو راهیسې په کابل کې ده، نن د امریکا په سفارت کې په یوه خبري کنفرانس کې چې د لوېدیځو رسنیو خبریالان وربلل شوي وو، دغه راز ټینګار وکړ چې په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره خبرې مخ ته وړي، افغان ښځو ته هم باید د سولې په دغو خبرو کې فعاله ګډون ورکړل شي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، مېرمن شهین د امریکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې چې د امریکا پر پوځ څارنه کوي او هم د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوازنۍ ښځینه غړې هم ده، وویل چې دلته موږ واورېدل چې که د خبرو له لارې دغه لانجه هواره شي او هغه هم په یوه سنجول شوې بڼه چې د یوه داسي انتقال پروسه یقیني کړي چې ټول اړخونه پکې ګډون وکړي، بیا هم دې ته اړتیا ده چې له افغانستانه په بیړه امریکایي ځواکونه ونه ایستل شي.

ډموکراتې سناتورې مېرمن شهین وویل، د کانګرس ملګري پلاوي په دې برخه کې ورسره موافق دي او د امریکا د حکومت دریځ هم دا دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال خپلو سلاکارانو ته ویلي چې دی غواړي چې له افغانستانه د امریکایي ۱۴ زره سرتېرو نیمایي یې وباسي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ټرمپ دې خبرې انتقادونو ته لاره هواره کړې چې ګواکې نوموړی له دې هېواده د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار اخلي.

مېرمن شهین وویل، په دې اړه سنجول شوی دریځ ښایي په ټوېټونو کې چې اشاره یې له سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ ټوېټونو ته وه چې د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ په اړه یې ورکوي او خلک حیرانوي، منعکس نه شي.

شهین چې خپله هم د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوازنۍ ښځینه غړې ده، د سولې په پروسه کې د افغان مېرمنو د فعال ګډون په اړه وویل چې ښځې باید له طالبانو سره د سولې په پروسه کې شاملې وي.

هغې زیاته کړه، له هغه ځایه چې دوی پوه دي، که ښځې په دې پروسه کې ښکېلې شي، د شااوخوا ۳۵ سلنې چانس شته چې دغه خبرې به ډېر دوام وکړي.

دغې ډموکراتې سناتورې دغه راز وویل چې که د سولې د خبرو نتیجه هر څه وي، مهمه ده چې ښځې په مذاکراتو کې برخه ولري.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان مرکچي پلاوي په هغه لومړني لېست کې چې رسنیو ته رسېدلی، یوازې دوه ښځې شاملې دي.

دغه امریکایۍ سناتوره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو او د سولې په پروسه کې د افغان مېرمنو د فعال ګډون په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کوي چې په پام کې ده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن د طالبانو له استازو سره د خبرو بل پړاو پیل کړي.

تر دې مخکې په دوحه کې دواړو لورو پنځه ځلې خبرې کړي چې یوه مهمه موضوع یې په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور څرخېده.

له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو ایستل د طالبانو یوه عمده غوښتنه ده.

XS
SM
MD
LG