د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

"IPL" کې ممبی انډينز لوبډله د رایل چلنجرز بنګلور پر وړاندې لوبېږي


هند کې د ای پي ایل لوبې
هند کې د ای پي ایل لوبې

د هند د کرکټ غوره‌لیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه د ممبی انډينز لوبډله د رایل چیلنجرز بنګلور پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.

دا دواړه لوبډلې په‌داسې حال کې سره مخ کېږي چې ممبی د «ای. پي. اېل» په روانو سیالیو کې ۷ لوبې کړي چې څلور یې ګتلي، خو بنګلور بیا په‌خپلو ۷ لوبو کې يوه بریا خپله کړې ده.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې ډېلي کپیټلز لوبډلې حیدراباد لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه.

د حیدراباد لوبډلې په ترکیب کې راشد خان ولوبېد چې په څلورو اورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړې او يوه وېکټه‌یې واخیسته.

XS
SM
MD
LG