د بلخ ورزشي مسؤلین وایي، پهدغه ولایت کې درې ورځنۍ رزمي سیالۍ پیل شوې.
د بلخ ولایت د بدني روزنې مشر محمد ابراهیم عثماني نن ازادي راډيو ته وویل، د فول رزم په نوم دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او سبا سې شنبې پای ته رسېږي.
نوموړی وایي، پهدغو رزمي سیالیو کې ۱۶۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰یې نجونې دي چې له دې شمېره به د ملي ټیم لپاره یو شمېر کسان غوره شي.
ښاغلی عثماني وایي، فول رزم سیالۍ یې د ګل سرخ «نوي کال مېلې» په مناسبت چې ډېر کله د حمل لومړۍ نېټې نه د ثور تر ۱۰مې وي، پیل کړي او د هېواد له ۹ ولایتونو پهکې لوبغاړو ګډون کړی دی.