افغان حکومت وايي، هڅه کوي چې د چین له لارې هند ته هوايي دهلېز پرانیزي.
په داسې حال کې چې هند ته د پاکستان د هوايي فضا له تړلو نږدې دوه میاشتې تېرېږي، د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي، هڅه کوي چې هند ته د خپلو پروازونو په خاطر د چین د فضا له لارې یو هوايي دهلېز پرانیزي.
د دغې ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، هند ته د چین د فضا له لارې افغان پروازونو ته د اسانتیاوو د برابرولو په هدف تخنیکي څېړنې پیل شوې دي.
ده وویل:
"اوسمهال زموږ همکاران له تخنیکي پلوه پر موضوع کار کوي، په پام کې ده چې هند د چین له لارې له افغانستان سره وصل کړو، دغه مسیر لنډ هم دی او پر لګښتونو به هم تأثیر وکړي، کار یې ۵۰-۶۰ فیصده شوی او هیله ده چې ډېر ژر پای ته ورسېږي، تصامیم ونیول شي او له دې لارې پروازونه پیل کړو."
د پاکستان پر فضا له کابله تر ډېلي او له ډېلي تر کابله پر پروازونو هغه مهال بندیز ولګېد، کله چې نږدې دوه میاشتې مخکې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي پوځیانو له خونړي برید وروسته هندي هوايي ځواکونو د پاکستان په یو شمېر سیمو هوايي حملې وکړې.
دغو نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور کړکېچ رامنځته او پاکستان پر خپلې فضا د کابل او ډېلي ترمنځ پر پروازونو بندیز ولګاوه.
د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، د پاکستان وروستۍ ژمنه دا ده چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه به افغان الوتکو ته د خپلې فضا له لارې اجازه ورکړي چې هند ته پروازونه وکړي.
د افغانستان د هوايي چلند د ملکي ادارې د ویاند په خبره، پاکستان له هند سره تر نښتې وروسته د سیمې د ټولو هېوادونو پر هغو پروازونو بندیزونه لګولي چې هند ته کېږي.
دی وايي، که چېرې ولیدل شي چې دغه بندیز یوازې پر افغان پروازونو لګول شوی، پر وړاندې بهیې د ورته عمل په کولو فکر وشي.
افغانان وايي، د پاکستان دغو بندیزونو سوداګر او ناروغان له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی زیاتوي:
"نوم مې محمد یونس دی، پاکستان تل د افغانستان ګټې تر پښو لاندې کړي، حکومت دې د دغې ستونزې هوارولو ته فکر وکړي، تر څو پورې به دغه ستونزه وي."
"نوم مې محمد زمان دی، سوداګرو او ناروغانو ته لویه ستونزه ده، پاکستان له هند سره ستونزه لري، افغانان ولې وځورېږي؟ دا خو هند ته د افغانانو د تګ راتګ لاره ده."
د افغانستان د هوايي شرکتونو د ټولنې رئيس فرید پیکان بیا ازادي راډیو ته وویل، پاکستان په نږدې دوو میاشتو کې د افغان پروازونو پر مخ د خپلې فضا د خلاصېدو په اړه تر اوسه درې ځلې ژمنې کړي، خو عملي کړي یې نهدي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، هند ته د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر ټولو لنډه او ارزانه لاره د پاکستان فضا ده، دی هیله ښيي چې دغې ستونزې ته ډېر ژر د حل لار وموندل شي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال هندوستان ته افغانستان خپل هوايي پروازونه د ایران له لارې ترسره کوي چې له املهيې د خدماتو قیمتونه لوړ شوي دي.
راپور: خان محمد سیند