د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د خلکو اندېښنې او د چارواکو ځوابونه، ایا فېسبوک به بند شي؟


د کابل په مکروریانو سیمه کې د یوه انټرنټ کلپ یو انځور
د کابل په مکروریانو سیمه کې د یوه انټرنټ کلپ یو انځور

وروسته له هغې چې د افغانستان د مخابراتو وزیر د فېسبوک د تړلو په اړه څرګندونې وکړې، په افغانستان کې د دغې رسنۍ کاروونکي وارخطا کړي او دغه کار منطقي نه بولي.

له دې ډلې ۳۰کلن احمد سمیر یادګاري وایي چې له ۲۲ کلنۍ فېسبوک کاروي او په خبره یې چې د دوستانو د احوال او د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ فېسبوک ته سر ښکاره کوي.

که څه هم احمد سمیر مني چې ځیني کسان له فېسبوکه ناوړه استفاده کوي، خو نوموړی د فېسبوک د تړلو طرفدار نه دی.

دی وایي:

"د دا ډول کسانو مخه دې ونیول شوي او باقي کسان دې ترې درسته استفاده وکړي، مثلاً یوکس دی موټر لري او په موټر خلک وهي او یو کس له موټره د خپلو ستونزو د حل په هدف استفاده کوي، داسې باید نه شي چې ټرافیک ټول موټر ودوري، باید هغه کس چې غیر مجازي استفاده ترې کوي، د هغه مخنیوی دې وکړي."

۳۰کلن احمد سمیر یادګاري چې له ۲۲ کلنۍ فېسبوک کاروي
۳۰کلن احمد سمیر یادګاري چې له ۲۲ کلنۍ فېسبوک کاروي

په افغانستان کې له درې میلیونو زیات کسان له فېسبوک ګټه اخلي.

د افغانستان د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي د شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې که فېسبوک تر راتلونکو شپږو میاشتو د افغانستان قوانین او مقرارت راعایت نه کړي، پاڼه به یې په افغانستان کې وتړل شي.

د افغانستان د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي
د افغانستان د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي

ده ویلي:

"د فېسبوک له لارې خلکو ته سپکاوی کېږي، ښځې ځورول کېږي، د خلکو شخصي عکسونه او ویډیوګانې نشرېږي چې دا نور موږ ته د قبول وړ نه دي، راجسترېشن باید د اسنادو په اساس وشي، موږ دېته اجازه نه ورکوو، مستعار او جعلي اکونټونه باید وتړل شي."

شهزادګل اریوبي همداشان د فېسبوک له ادارې وغوښتل چې تر راتلونکو شپږو میاشتو د افغان فېسبوک کاروونکو د خپلسریو مخه ونیسي.

بل خوا یو شمېر سیاسي څېرې چې په وار ورا د فېسبوک له لارې ورته له اسنادو پرته سپکاوی شوی، د فېسبوک د تړلو پلوي نه دي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزيه کوفي چې په افغانستان کې د فېسبوک له لومړنیو کاروونکو ده، وایي چې له تېرو دولسو کلونو راهیسي فېسبوک کاروي.

اغلې کوفي وايي، افغان حکومت د فېسبوک د تړلو د ګواښ پر ځای باید د فېسبوک له ادارې سره په همغږۍ له فېسبوکه ګټه اخیستنه قانوني کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزيه کوفي چې په افغانستان کې د فېسبوک له لومړنیو کاروونکو ده
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزيه کوفي چې په افغانستان کې د فېسبوک له لومړنیو کاروونکو ده

دې زیاته کړه:

"کله چې موږ ازادي د یوه اصل په توګه منو، نو په دې اصل کې بیا استثنا نشته چې زه دا برخه يې چې زما ګټه په کې ده منم او فېسبوک چې زما په ګټه نه دی، نه منم، زه هېڅ کله د فېسبوک له تړلو سره همغږې نه یم، حتی زه وایم چې داسې زمینه برابره کړو چې افغانستان ته د فېسبوک دفتر رانتقال کړو."

د افغانستان د مخابراتو وزیر له څرګندونو وروسته په نړیوالو او عامه اړیکو کې د افغان ولسمشر ارشد مشاور وحید عمر په خپل یوه ټوېټ کې ویلي چې په حکومت کې د فېسبوک د تړلو او محدودولو یا کومې ټولنیزې رسنۍ د تړلو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی او په دې برخه کې کوم تصمیم او پلان هم نه لري.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، د یو غږ او یوې رسنۍ وخت ختم شوی او د مجازي نړۍ رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د ښاغلي مرتضوي په خبره، هغه لیکنې او ویډیوګانې چې په مجازي نړۍ کې په ځانګړې توګه په فېسبوک کې خپرېږي، د افغانستان د خلکو د ستونزو د واقعیت انعکاس دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

دی زیاتوي:

"زه په دقیقه توګه د مخابراتو د وزیر په هدف نه پوهېږم، تاسې کولای شئ چې د هدف په اړه ورنه پوښتنه وکړئ، شاید کومه تخنیکي موضوع لري، خو حکومت هېڅ کله هم د سانسور او محدودیت وضع کولو لپاره کوم پروګرام ترلاس لاندې نه لري."

له دې ټولو سره په خوا کې د مخابراتو وزیر د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د بهرنیو چارو د وزارت له لارې د فېسبوک نړیوالې ادارې ته یو مکتوب استول کېږي چې باید په دې هېواد کې د فېسبوک کارول قانوني شي او له مخې يې مستعار اکونټونه محدود شي.

ایا دغه کار به ممکن عملي شي؟

دا پوښتنه مې په افغانستان کې د سایبري معلوماتو له یوه متخصص فرید احمدي وکړه.

په افغانستان کې د سایبري معلوماتو متخصص فرید احمدي
په افغانستان کې د سایبري معلوماتو متخصص فرید احمدي

هغه وویل:

"دا چې ومې ویل، فلتر کېږي، هر څه چې په ټکنالوژۍ کې رامنځته کېږي، د دفعې لارې چارې هم شته چې فلټر کېږي، په ډېرو ځایونو کې خلک له فلټر ماتوونکي استفاده کوي، دا چې د مخابراتو وزارت د فلټر ماتوونکو مخنیوی وکړي، دا یې له توانايۍ لوړه ده."

له دې ټولو سره د کابل د مکروریانو انټرنټ کلپ کاروونکي د فېسبوک احتمالي تړل کېدو اندېښمن کړي دي.

د دغه انټرنټ کلپ مسؤل سبحان احمدي کلونه کېږي چې له دې لارې د خپل ژوند چارې سمبالوي او وايي چې د فېسبوک تړل به ورته مالي زیان واړوي.

ده وویل:

"په ټوله کې تړل کېدل ښه کار نه دی، ټول ترې یو ډول استفاده نه کوي، ډېری خلک ورنه ښه استفاده کوي، دا چې فېسبوک دې وتړل شي، زما نظر منفي دی."

د کابل د مکروریانو د انټرنټ کلپ یو انځور
د کابل د مکروریانو د انټرنټ کلپ یو انځور

​د ارګ د مسؤلینو دې څرګندونو ته په اشارې سره چې وايي، د فېسبوک د سانسورېدو او محدودېدو پروګرام نه لري، ممکن دغه پاڼه پاتې شي او له نورو فعالیتونو سره په خوا کې د سبحان انټرنټ کلپ هم همداسې ګرم پاتې شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG