د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د فېسبوک نړیوالې شبکې ته د افغانستان د مخابراتو وزارت خبرداری!


په لندن کې د کمپیوټر پرمخ د فېسبوک د ټولنیزې شبکې د لوګو انځور 12Dec2007
په لندن کې د کمپیوټر پرمخ د فېسبوک د ټولنیزې شبکې د لوګو انځور 12Dec2007

که د فېسبوک نړیواله شبکه په افغانستان کې نافذه قوانینو او پالېسو ته غاړه کېنږدي، نو پر فعالیتونو به یې بندیز ولګول شي.

که د فېسبوک نړیواله شبکه د شپږو میاشتو په موده کې د افغانستان د نافذه قوانینو او پالېسو سره سم خپل فعالیتونه تنظیم نه کړي، نو په دغه هېواد کې به له بندیز سره مخ شي.

دغه خبرداری د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبرې ناستې پرمهال د فېسبوک نړیوالې شبکې مسؤلینو ته ورکړ او ورڅخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د فېسبوکي خودسریو مخه ونیسي.

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي
د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي

ده وویل:

"فېسبوک ته زه زیات نه، شپږ میاشتې وخت ورکوم چې په دغه موده کې زموږ ټولې پالېسۍ ومني او زموږ ټولو قوانینو ته درناوی وکړي، که چېرته دغه کار نه کوي، په افغانستان کې نور فېسبوک بند، دا به مطلقاً بندېږي او نور به اجازه نه ورکول کېږي چې زه دوی ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسمي مکتوب استوم."

ښاغلي اریوبي وویل چې په دې اړه یې د لوی څارنوال په ګډون له يو شمېر مشرانو سره مشورې او خبرې هم کړي دي.

د ده په خبره، د فېسبوک له لارې خلکو ته سپکاوی کېږي، ښځو ته سپکې سپورې ویل کېږي او د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر ضد ترې ګټه اخیستل کېږي چې د ده په خبره، په هېڅ صورت د منلو نه ده.

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر وايي، هر هغه څوک چې غواړي په دغه ټولنیزه شبکه کې خپل کارن يا اکاونټ جوړ کړي، لومړی باید د فېسبوک له نړیوالې شبکې سره ثبت او راجستر شي.

شهزادګل اریوبي وايي، په افغانستان کې ګڼو خلکو جعلي فېسبوک اکاونټونه جوړ کړي چې نورو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی او باید ژر تر ژره بند شي.

په ورته وخت کې يو شمېر کابل ښاریان هم له دغې ستونزې شکایت کوي او د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت له دغه اقدامه هر کلي کوي.

دوی وایي:

"نوم مې لایق دی، باید بند شي، ځکه هر يو په کې پنځه پنځه او شپږ شپږ ای ډیانې جوړوي، لومړی خو باید يوې نه زیات جوړ نشي، بله دا چې غلط عکسونه او ویډوګانې باید څوک پورته نه کړي، کنځاوې او سپکې سپورې خو بیخي بدې دي."

"زما نوم وسیم بنګش دی، د فېسبوک په اړه باید ووایم چې زموږ د ټولنې د پوهې کچه ډېره ټيټه ده، په فېسبوک کې د ژبې، ملت او د قوم دښمن ناوړه اعمال تقویه کول زه غندم او د وزیر صیب خبره تأییدوم، باید په فېسبوک کې اصلاحات راشي."

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت له دې وړاندې ویلي دي چې په دې وروستیو کې د فېسبوک له لارې د شخصیتونو ترور او سپکاوی، د ملي ګټو په ضد لیکنې او د حساسیتونو راپارول خورا ډېر شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان ملي شورا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او دا ادعا یې هم کړي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه له دې لارې د افغانانو ترمنځ د فاصلو د ایجادولو هڅه کوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG