د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته کوم طالب مشران په موقت ډول ایستل شوي؟


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

طالبانو او ملګرو ملتونو د هغو طالب مشرانو نوملړ خپور کړی چې په موقت ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له فهرسته ایستل شوي دي.

طالبانو تأیید کړې چې له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د دوی یو شمېر مرکچیان په موقت ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لېسته ایستل شوي دي.

د طالبانو یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دې ډله کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شېر محمد عباس ستانکزي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون د ۱۴ کسانو نومونه شامل دي چې د اکثرو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې شامل وو، خو اوس یې نومونه له دې لېسته وتلي دي.

د طالبانو په مرکچيانو کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني چې د حکومت په زندان کې دی، خیرالله خیرخواه، ملا محمدفضل مظلوم، امیرخان متقي، مولوي شهاب الدین دلاور او اووه نور مشران شامل دي.

که څه هم هغه سند چې امنیت شورا خپور کړی، د طالبانو ادعا تأییدوي، مګر په دې لېست کې چې د ملګرو ملتونو پر رسمي ویبپاڼه خپور شوی، د ۱۱ کسانو نومونه لیدل کېږي چې د عبدالغني برادر نوم هم پکې دی، خو انس حقاني، محمدنبي عمري، مولوي مطیع الحق او ملا عبدالمنان عمري چې طالبانو د هغو نومونه په خپل مرکچي پلاوي کې لیکلي دي، نشته.

دا معلومه نه ده چې د دې کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې نه وي او که به له بندیزونو څخه نه وي مستثنی شوي.

په سند کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې د اپرېل د میاشتې په لومړۍ نېټه په ۱۹۸۸ نمبر پرېکړه لیک کې پر نوموړو طالب مشرانو د سفر لګول شوي بندیزونه د اپرېل له لومړۍ نېټې د روان کال ترپایه (د دېسمبر تر ۳۱ مې نېټې پورې) لغوه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا لېست تأیید کړی دی او ازادي راډیو ته یې وویل چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته د دې کسانو د دایمي ایستلو ژمنه هم شوې.

ملګرو ملتونو او افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د سولې د خبرو د نوي پړاو د پیل په درشل کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له فهرسته د طالبانو د مشرانو د نومونو ایستل د سولې د خبرو له پیل مخکې د اعتماد جوړونې لپاره یوه هڅه ده.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی پر هغو اهدافو رڼا اچوي چې لوی قدرتونه یې د بندیزونو له فهرسته د دې نومونو له لېرې کولو څخه لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

دی وایي:

"دلته څو مسئلې مطرح دي، لومړی دا چې دا طالبانو ته یو امتیاز دی، له بلې خوا د اعتماد جوړونې د فضا د رامنځته کېدو لپاره یو اقدام ګڼل کېږي او همداراز بل عمده ټکی دا چې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې یو ګام دی چې نړۍ یې اخلي."

ملګرو ملتونو که څه هم د بندیزونو له فهرسته د طالبانو د مرکچي پلاوي د ډېری غړو د ایستو پریکړه یوه اوونۍ مخکې کړې ده، خو خبر یې په داسې حال کې په رسنیو کې خپرېږي چې نږدې یوه اوونۍ وروسته په قطر کې بین الافغاني خبرې پیلېدونکې دي.

ټاکل شوې چې افغان حکومت د شنبې په ورځ د هېواد له مطرحو سیاستوالو او شخصیتونو سره په دې خبرو کې د افغانستان له لوري د ګډونوالو فهرست بشپړ کړي.

د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره روانې هڅې په تېرو څلورو لسیزو کې ساری نه لري.

XS
SM
MD
LG