د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۰

سرچینه: د امریکا د اسخباراتي سازمان مشره تېره اوونۍ کابل ته راغلې وه

آرشیف/ د امریکا د اسخباراتي سازمان مشره جینا هسپل
آرشیف/ د امریکا د اسخباراتي سازمان مشره جینا هسپل

د امریکا د اسخباراتي سازمان مشره پټه خوله کابل ته راغلې او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې کتلي دي.

د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې جینا هسپل د تېرې چهارشنبې په ورځ د وري په ۲۱مه له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.

سرچینې د دواړو د لیدو په اړه ډېر جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دواړو لوریو په بېلابېلو موضوعاتو په اړه په ځانګړې توګه له ترورېزم سره پر مبارزې خبرې کړي دي.

تر دې دمه امریکایي چارواکو د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي او همداشان د جینا هسپل سفر بې له دې چې رسنۍ پرې خبرې شي، ترسره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې (سي. ان. ان) خبري شبکې د خپلې سرچینې د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې مېرمن هسپل تېره اوونۍ پر ولسمشر سربېره د افغانستان د استخباراتو له مشر سره هم لیدلي دي.

د نوموړې دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي له طالبانو سره پنځه ځلې لیدلي او او بل دا چې د تېرې دوشنبې په ورځ بګرام هوایي ډګر ته څېرمه یوې چاودنې درې امریکایي سرتېري ووژل.

This item is part of
XS
SM
MD
LG