د سره صلیب نړیوالې کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي.
د دغې کمېټې رسنیز مسؤل روبین واودا نن ازادي راډیو ته وویل، تر کومې چې د سره صلیب د کارکوونکو د خوندیتوب موضوع هواره نهشي، تر هغې به یې فعالیتونه ځنډېدلي وي.
نوموړی وايي:
"موږ د طالبانو اعلامیه ولیدله او پرېکړه مو وکړه چې پرته له امنیتي ضمانته باید خپل فعالیتونه ودروو، له همدې امله د سره صلیب نړیواله کمېټه نهشي کولی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمات ورسوي."
ښاغلی واودا وايي، د سره صلیب نړیواله کمېټه هڅه کوي چې دغه ستونزه له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې هواره کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان او سره صليب پر فعاليتونو بنديز لګولى او د دغو ادارو د کارکوونکو له امنيتي ضمانت څخه لاس په سر شوي دي.
د وسلهوالو طالبانو لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې جنګي وضعیت ته په کتو یو شمېر مرستندویه ادارې پهدغه هېواد کې خپل فعالیتونه په سمه توګه پرمخ نه وړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب پر خپلو هغو ژمنو هم عمل نهدی کړی چې له اسلامي امارت سره یې د خپلو فعالیتونو په اړه کړې وې.
د روغتیا نړیوال سازمان او افغان حکومت تردې دمه پهدې اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی.