د پکتیا ولایتي ادارې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو سرتېرو او افسرانو پر کورنیو د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه.
دې ادارې پرون د چهارشنبې په ورځ په ګردېز کې د مأمورینو د ښارګوټي په پروژه کې د څه باندې ۱۵۰۰ سرتېرو او افسرانو کورنیو ته چې له ډلې یې ۱۰۰۰ کورنیو ته چې اړین اسناد یې د مربوطه ارګانونو لهخوا طی مراحل شوي وو، د سندونو په ورکړې د وېش لړۍ پیل کړه.
د دې لړۍ د پیل په مراسمو کې د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي وویل، پهدغه ښارګوټي کې د اوسېدونکو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او هرې کورنۍ ته درې بسوې ځمکه ورکول کېږي او د ځمکې قیمت د وژل شویو سرتېرو او افسرانو د اړوند ارګانونو لهخوا د دولت ځانګړي حساب ته تحویلېږي او ورثهیې د پیسو په ورکړې مکلف نهدي.
په ګردېز کې د ځمکو د وېش د پیل مراسم
دی وايي:
"د ټولو هغو شهیدانو کورنیو ته به نمرې ورکول کېږي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د کورنۍ غړي یې شهیدان شوي. د تاسې د نمرې قیمت هم دولت ورکوي او تر څنګیې له تاسې سره یو یو لک افغانۍ هم کمک کېږي، څو تاسې هغه ابتدایي کارونه پرې پیل کړئ."
پکتیا والي وړاندې وويل، د مأمورينو په نوم د دغه ښارګوټي په لومړۍ برخه کې به د شهيدانو وارثينو، په دوهمه برخه کې بهیې د امنیتي ځواکونو معلولينو او په درېیمه برخه کې به مأمورينو ته د استوګنې کورونو ځمکې ورکړل شي.
د وژلو شویو سرتېرو او افسرانو د کورنۍ غړي، د ځمکې د وېش په مراسمو کې.
د وژل شویو سرتېرو څو تنو ورثهوو ازادي راډيو ته وويل:
"زما دوه زامن شهیدان شوي، له حکومته ډېر خوښ شو چې دلتهیې موږ ته نمرې راکړې او کوښښ کوو چې د خدای (ج) په فضل سرهیې جوړې کړو."
"زه سیدالله د پکتیا ولایت اوسېدونکی یم، ورور مې په ملي اردو کې شهید شوی."
د ګردېز ښاروال عصمتالله خالد په خبره، د دې ښارګوټي په نقشه کې شااوخوا پنځه زره کورنیو لپاره د استوګنې نمرې، ښوونځي، روغتیایي کلینیکونه، تفریحي پارکونه، جوماتونه، دیني مدرسې، وړکتونونه، برښنا، اوبه او نور ملحقات ډیزاین شوي او د ګردېز ښاري ماسټر پلان له مخې به تطبیق شي.
راپور: اصیل ځاځی