د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

پاسداران ولې په تور لېست کې شامل کړای شو؟


ارشیف، د د ایران بیرغ او د ایران د سپاه پاسداران ځواک نښان
ارشیف، د د ایران بیرغ او د ایران د سپاه پاسداران ځواک نښان

امریکا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونه د بهرنیو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړل.

دا لومړی ځل دی چې واشنګټن د یوه هېواد یو پوځي ارګان په دغه لېست کې شاملوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ وویل چې دا پرېکړه‌یې ځکه کړې چې د ایران اعمال له نورو هېوادونو سره لوی توپیر لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د پرېکړې هدف دا دی چې په ایران باندې فشارونو ته زور ورکړل شي او د ځینو هغو مالي منابعو مخه ونیول شي چې ګمان کېږي، د ترورېزم او وسله‌والو فعالیتونو د تمویل لپاره‌یې کاروي.

په تور لېست کې د پاسدارانو شمولیت به په دغو ځواکونو چې د ایران د وسله‌والو قواوو یوه برخه ده، هم اقتصادي او هم نور اغېز ولري، د پاسدارانو د چارواکو سفر به محدود کړي او په هغو مؤسسو به چې په دوی پورې ارتباط لري، هم بندیزونه ولګول شي.

کارپوهان وايي چې د واشنګټن دغه اقدام د امریکايي او ایراني ځواکونو د نښتو خطر رامنځته کوي.

ولې پاسداران په تور لېست کی شامل کړای شو؟

دغه ځواک په ۱۹۷۹ کال کې د ایران تر انقلاب وروسته د دې لپاره تأسیس شو چې اسلامي رژیم او ارمانونه‌یې د کورنیو او بهرنیو ګواښونو په وړاندې وساتي.

سپاه پاسداران د ایران د ستر مشر ایت‌الله خامنه‌اي تر مستقیم امر لاندې دي او وروسته له دې چې نوموړي په ۱۹۸۹ کال کې واک ترلاسه کړ، د دغو ځواکونو نفوذ او تأثیر هم پراخ شوی دی.

سپاه پاسداران په هېواد کې دننه د اسلامي قوانینو په نافذولو او د مخالفینو په ځپلو کې لاس لري.

راپورونه وايي چې د پاسدارانو استخباراتي څانګې په دې وروستیو کې یو شمېر ایراني امریکایان او د چاپېریال ساتونکي نیولي دي.

پاسداران چې د ایران د حکومت یو پیاوړی ارګان دی، د امریکا ولسمشر ځکه په تور لېست کې شامل کړ چې په تهران باندې فشار ته زور ورکړي.

واشنګټن دغه ګام د خپل هغه سخت دریځ په ترځ کې اوچتوي چې د ایران په وړاندې یې خپل کړی او پیل کې یې ځان د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو د اټمي توافق څخه وویست او په دغه هېواد یې بندیزونو ته بیا مخه کړه چې په نتیجه کې یې ښکاري چې د ایران اقتصاد او مالي سکټور ته سخت زیانونه رسېدلي دي.

د ایران او امریکا بیرغونه
د ایران او امریکا بیرغونه

سره له دې چې امریکایي چارواکي وایي، د دغو فشارونو هدف دا دی چې ایران خبرو ته کېنوي، خو ځیني نور یې د ایران د رژیم د تغییر لپاره یو کمپاین ګڼي.

اریان طباطبایي د راند کارپورېشن کارپوه وايي، په تور لېست کې د سپاه پاسداران په شمولیت سره به د تهران لپاره ګرانه وي چې خبرو ته کېني.

نوموړی وایي چې امریکا په ایران باندې د فشار پراخ کمپاین ته مخه کړې چې په نتیجه کې به‌یې یا د ایران رژیم خپل چلند په بشپړه توګه بدل کړي او یا به‌یې پرځېدو ته لاره هواره شي.

سپاه پاسداران د ایران په اقتصاد کې هم مهمه ونډه لري.

د ایران د توغندیو پروګرام‌يې هم په لاس کې دی.

دا تېره میاشت‌یې د امریکایي چارواکو په وینا، په سیمه کې د وسلو د سیالۍ ګواښ رامنځته کړ.

دغه ځواک چې له سلو زرو تر یو نیم سل زرو پورې غړي لري، د سوریې په جګړه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي او ګمان کېږي چې په عراق، افغانستان، لبنان او یمن کې هم د امریکا د ګټو ضد عملیات لري.

د سوریې د رژیم د ملاتړ لپاره‌یې د فاطمیون او زینبیون د لښکرو په جوړولو زرګونه افغانان او پاکستانیان استخدام کړي دي.

په تور لېست کې د سپاه پاسداران شمولیت له ایران سره سوداګري نوره هم ستونزمنه کوي.

خو د دې لپاره چې ایران لا دمخه تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی، نو تور لېست کې د سپاه شمولیت به د کارپوهانو په وینا دومره لوی تأثیر ونه‌لري.

ښاغلی طباطبایي وایي چې د ترورېستانو په لېست کې د سپاه شاملول تر ډېره بریده یو سیاسي او سمبولیک اقدام دی او د اقتصاد په عملي ډګر کې به دومره زیات تأثیر ونه‌لري.

نوموړی زیاتوي چې د امریکا هدف دا دی چې د پاسدارانو بهرني عملیات ستونزمن او دننه په هېواد کې یې هم مشروعیت زیانمن کړي.

د امریکا د دغه اقدام ځیني منتقدین چې د امریکا د پوځ او استخباراتو یو شمېر چارواکي هم په‌کې شامل دي، وايي چې پاسداران ترورېست ګڼل، کېدای شي چې امریکایي عسکر او استخباراتي مأمورین له خطر سره مخامخ کړي.

ایران د امریکا د دغه اقدام په وړاندې په سیمه کې امریکایي ځواکونه ترورېستان او د ترورېزم ملاتړي اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG