د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د افغان ښځو شبکه: د ولسي جرګې انتخاباتو کې ښځې له جنسي ځورونو سره مخ شوي


ارشیف، د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأی کارونې د یوه مرکز انځور
ارشیف، د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأی کارونې د یوه مرکز انځور

د افغان ښځو شبکه وایي، د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال ګڼې ښځې له جنسي ځورونو سره مخ شوې دي.

د افغان ښځو شبکې په خپلو پنځه میاشتنیو څېړنو کې موندلې چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د انتخاباتو په پروسه کې جنسي ځورونو او نامشروع غوښتنو په سیاسي چارو کې د ښځو د ګډون پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.

د دغې شبکې د عدالت غوښتنې د برخې مسؤلې روبینا همدرد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۱» رسنیو سره د دغې څېړنې د شریکولو پر مهال وویل:

"په سیاسي برخه کې د ښځو د جنسي ځورونو لوړه کچه هغه څه دي چې د دې لامل ګرځېدلې چې ښځې ځانونه نوماندې نه‌شي کړای او یا هم له خپلو رأیو ګټه وانه‌خلي."

افغان ښځو شبکې دغه څېړنه د هېواد په ۷ زونونو کې ترسره کړې او په ترڅ کې یې له ۵۵۲۵ کسانو سره مرکې کړې دي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې له انتخاباتو څخه د څار یو شمېر بنسټونو هم د دې موضوع په اړه ویلي وو.

د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ټول افغانستان په کچه ۴۱۷ ښځینه نوماندانو، سلګونه زره ښځینه رأی ورکوونکو او دغه‌شان په ډېر شمېر سره هم ښځینه څارونکو ګډون کړی و.

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په بامیان ولایت کې د رأیې کارونې د یوه مرکز انځور
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په بامیان ولایت کې د رأیې کارونې د یوه مرکز انځور

په همدې حال کې له کابله ولسي جرګې ته نومانده فهیمه بابکرخېل ازادي راډیو ته وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پخوانۍ رهبرۍ غړو ترې ناوړه غوښتنې مطرح کړې وې.

دا زیاتوي:

"یوه ورځ د انتخاباتو د کمېسیون له چارواکو راته زنګ راغی او ځینې خبرې یې راته وکړې، بله ورځ‌یې بیا راته زنګ وواهه، راته‌یې وویل چې غواړم ودې ګورم، ډېره مهمه خبره ده، ما ویل، څنګه؟ بیا یې راته یوه خبره وکړه چې هېڅ راباندې ښه ونه‌لګېده، ویې‌ګواښلم او راته‌یې وویل، که رأیې هم ولرې، بریالۍ کېږې نه او موږ د سایټونو تر شا یو که وغواړو رأیې زیاتولی او یا هم کموالی شو."

همدا شان نظیفه بارکزۍ چې د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال په ننګرهار ولایت کې یې د څارونکې په توګه دنده ترسره کوله، وایي چې په دغه ولایت کې د ناامنیو تر څنګ جنسي ځورونو هم ښځو ته ستونزې جوړې کړې وې.

دې زیاته کړه:

"په ننګرهار کې هغه ستونزې چې موجودې دي، خویندې په رښتیا هم له زیاتو ستونزو سره مخ وې، یوه‌یې د جنسي ځورونې او بله د هغوی نه‌خوندیتوب وو."

اخوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوي مسؤلین دا ستونزې مني او وايي چې په راتلونکي کې یې د دا شان ستونزو د مخنیوي لپاره طرحې برابرې کړې دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنره رحیمه ظریفي یې په اړه وایي:

"ستونزې شته، موږ د هر تحقیق په اړه خپلې څېړنې کوو چې څنګه وکړای شو داسې طرحې جوړې کړو چې پخوانۍ ستونزې پرې راکمې کړو."

له دې سره د ښځو چارو یوې افغانې فعالې یلدا رویال ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه اندېښنه وښوده او ویې‌ویل، که ټاکنیز کمېسیونونه په خلکو کې خپل له لاسه تللی باور بېرته ترلاسه نه‌کړي، راتلونکي ولسمشریزو انتخاباتو کې به د ښځو ګډون ډېر کم‌رنګه وي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG