د اسرائیلو د پرونیو انتخاباتو نتایج ښيي چې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند بریالی شوی دی او دی به د پنځم ځل لپاره صدراعظم شي او یو ښي اړخی ائتلافي حکومت به جوړ کړي.
د اسرائیلو د پارلمان وېبسایټ نن خپره کړه چې په سلو کې د ۹۶ رأیو له شمېر وروسته نتایج ښيي چې لیکود او نورو ښي اړخو ګوندونو د پارلمان له ۱۲۰ کرسیو څخه ۶۵-۶۷ څوکۍ ګټلې دي.
داسې ښکاري چې لیکود به تر ټولو نورو ګوندونو زیاتې رأيې خپلې کړي سره لهدې چې د بني ګانټس په مشرۍ د سپین او شین ګوند سرهیې سخته سیالۍ وه.
تمه ده چې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو لیکود ګوند به ۳۸ او سپین او شین ګوند به ۳۵ کرسۍ ترلاسه کړي.
بلخوا څو ملتپالو کوچنیو ګوندونو چې ژمنهیې کړې وه چې د نتانیاهو ملاتړ به کوي دوی هم کافي کرسۍ ترلاسه کړي چې پهدې سره د نتانیاهو په مشرۍ د ائتلافي حکومت جوړېدل یقیني شوي دي.
صدراعظم نتانیاهو نن خپله بریا اعلان کړه او پلویانو تهيې وویل چې موږ تقریباً له تصوره اوچت بری لرو.
هغه ژمنه وکړه چې یو ملتپال ښي اړخی حکومت به جوړ کړي.
ښاغلي نتانیاهو زیاته کړه:
"سخت ویاړم چې د اسرائیلو ولس یو ځل بیا او د پنځم ځل لپاره په ما اعتماد وکړ او ډېر لوی اعتماد. زه تاسو ته وایم چې ولس یو ځل بیا موږ او ماته داسې اعتماد راکړ چې ساری نهلري. ایا کله هم موږ دومره زیات شمېر کرسۍ ګټلې وې؟ زما نهیادېږي."
د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس یو مرستیال ویلي دي چې د بنیامین نتانیاهو بري فلسطینیان اندېښمن کړي ځکه دی چې کېدای شي په لوېدیځه تړانګه کې اشغالي ځمکې د اسرائیلو له خاورې سره یوځای کړي.
احمد مجدَلاني وایي چې فلسطینیان به د نتانیاهو د دغو پلانونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.
ښاغلی مجدَلاني وایي، د انتخاباتو نتایج د اسرائیلو په سیاست کې د ښي اړخو افراطیانو د ملاتړ پیاوړتیا ښیي.
اسرائیل، اته میلیونه او اووه لکه نفوس لري، پرونیو پارلماني انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو ګډون په سلو کې شااوخوا ۳۶ ښودل شوی دی.
د اسرائیل د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې ۱۰ زره د رأی ورکولو مرکزونه پرانیستل شوي وو.
همدارنګه له هېواده بهر اسرائیليانو هم کولای شول پهدې انتخاباتو کې رأیې ورکړي.
په پارلمان کې د بریا لپاره یو ګوند ۶۱ استازو ته اړتیا لري.