د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د قضیو د مدیریت د ثبت د ۱۰کلن سېستم ستونزې اوس پېژندل کېږي!


د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور
د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور

د افغانستان عدلیې وزارت د قضیو د مدیریت د ثبت سېستم له جوړولو لس کاله وروسته اوس د دې سېستم په وړاندې ستونزې په ګوته کوي.

د قضیو د مدیریت د ثبت سېستم په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د افغانستان د کورنیو چارو، دفاع، عدليې، لویې څارنوالۍ، سترې محکمې، د مدافع وکیلانو د ټولنې او د ملي امنیت د ریاست په همغږۍ جوړ شو، خو د لسو کلونو له تېرېدو وروسته یې اوس پر وړاندې د ستونزو د پېژندنې لپاره ناسته جوړېږي.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د قضیو د ثبت په درې ورځني ملي کنفرانس کې هیله وښوده چې دا ناسته به ګټوره تمامه شي.

د افغانستان د عدلیې وزارت نښان
د افغانستان د عدلیې وزارت نښان

ده وویل:

"هیله مند یم چې دا کنفرانس د تفصیلي بحثونو لپاره یو فرصت وي او ستونزې او ننګونې په کې په نښه شي، د قضایاوو د سېستم د ښه والي او کومې ستونزې چې په عمل کې موجودې دي، په څرګند ډول یې له مسؤلینو سره شریکې کړئ."

په ورته وخت کې د عدلیې وزارت مالي او اداري مرستیال سید محمد هاشمي وویل چې د دغه سېستم له پیله تر اوسه تر ۷۸ زرو پورې مدني او سودګرایزې قضیې او له ۵ زرو زیاتې جنايي قضیې په کې ثبت شوي دي.

دغه سېستم د قانون د ملاتړ، شفافیت، حساب ورکونې، همغږۍ او د عدالیت د ټینګښت په هدف جوړ شوی دی.

د دغه سېستم په جزايي برخه کې د کشف، توقیف، تحقیق، محاکمو، زندان او په مدني برخو کې د دولت د قضایاوو څانګه، ابتدايي محکمه، استيناف، تمیز او د محکمې وروستی حکم شامل دي.

په داسې حال کې چې د دغه سېستم له جوړېدو لس کاله اوړي او ټول قضايي مراحل په کې شامل دي، خو بیا هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو يو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د جزايي او مدني قضیو په څېړلو کې پراخ فساد موجود دی.

دوی زیاتوي:

"د کابل ښار اوسېدونکی احمد خالد یم، له بده مرغه چې د هېواد عدلي، قضايي او امنیتي بنسټونه خپلې دندې په مسؤلانه توګه نه ترسره کوي، مجرم چې له يوې دروازې دننه شي، له بلې بېرته وځي."

"د پکتیا اوسېدونکی احمد یم، کله چې يو مجرم ونیول شي، بېرته د پیسو او واسطو په زور خلاصېږي چې د جنايي جرمونو د زیاتېدو يو عمده لامل همدا موضوع ده."

"زما نوم جلال دی، د بدخشان ولایت اوسېدونکی یم، کله چې پولیس يو مجرم نیسي او څېړنو ته لېږل کېږي، له همدې ځایه معاملې پیلېږي، تر څارنوالۍ پورې، څارنوالۍ ته هم چې دوسیه ولېږل شي، ډول ډول معاملې په کې کېږي."

يو شمېر حقوق پوهان له ډلې يې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وروسته له لسو کلونو د قضیو د ثبت د مدیریت سېستم خندوونکی بولي او وایي:

"سېستم د فساد مخه نیسي او دوی یې قصداً نه غواړي چې عملي شي، د دې چارې لپاره جدي اراده نشته، له همدې امله د دوی وروستی اقدام د خندا وړ دی."

د ده په خبره، که د قضیو د ثبت سېستم په جدي توګه عملي شي، له عدلي او قضايي ارګانونو به د فساد لمنه ټوله او د جرایمو کچه به هم ټيټه شي.

راپور: محمد واصل وصال​

XS
SM
MD
LG