د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په لوګزامبورک کې د افغانستان د سولې له پروسې د دې اتحاديې د ملاتړ پرېکړه لیک تصویب کړ.
د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره اعلان وکړ چې دا اتحادیه چمتو ده چې د افغانستان د سولې د پروسې ضمانت وکړي.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښکېلو اړخونو د موافقې په صورت کې دا ټولنه د دې پروسې ضمانت او په دې برخه کې سیاسي او مالي ملاتړ ته چمتو ده.
د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په لوګزامبورګ کې د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسه کې د اروپايي هېوادونو د رول او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د افغانستان د سولې پروسه باید پراخ بنسټه وي، د افغان حکومت له خوا تائید شي، تاوتریخوالی کم کړي، له افغانستانه نړۍ ته د ترورېزم د ګواښ مخه ونیسي، د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي او د افغان دولت او د افغانستان د اساسي قانون دوام یقیني کړي.
د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فیدریکا موګریني د لوګزامبورک د غونډې تر پیل مخکې وویل، دا ټولنه او متحده ایالات په ګډه کار کوي چې د سولې بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.
"مونږ له خپلو امریکايې ملګرو سره له نږدې کار کوو چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړو، زه پخپله هم څو اوونۍ مخکې په کابل کې وم، دا به د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ته یو فرصت وي چې هغه اقدامات تأيید کړي چې اروپايي ټولنه يې د دې پروسې د ملاتړ لپاره کولی شي."
د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فیدریکا موګریني دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې وه او له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې له پروسې او له بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ څرګند کړ.
د جرمني خبري اژانس ویلي دي چې له طالبانو سره د امریکا خبرو اترو د امریکا متحدانو ته دا اندېښنې پیدا کړي چې دا مذاکرات هغو نورو هېوادونو ته چې په افغانستان کې ښکېل دي، څه معنا لري او په افغانستان کې به د بشري حقونو او ډموکراسۍ په برخه کې پر شویو پرمختګونو څه ډول اغېزې ولري.
په همدې حال کې تمه ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په نږدې ورځو کې په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو اترو شپږم پړاو پیل کړي.