د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

زلمی خلیلزاد به نن یوځل بیا له افغان چارواکو او سیاسي څېرو سره وګوري


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن یوځل بیا له افغان چارواکو او سیاسي څېرو سره وګوري.

د سولې عالي شورا وایي چې په دې لیدو کتو کې به د سولې اړوند د نورو مسایلو ترڅنګ، تر ډېره له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په جوړښت خبرې وشي.

د دې شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري په دې اړه د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد نن د افغانستان له مهمو چارواکو او سیاسي څېرو سره د سولې په اړه خبرې وکړي، په دې غونډه کې تر ډېره د سولې پروسې د مدیریت او د یوه داسې پلاوي په جوړښت خبرې کېږي چې ټولو ته د منلو وړ وي."

په عین حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي چې ولسمشر غني له دې غونډې وړاندې نن له یو شمېر افغان سیاسي څېرو سره هم ګوري.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي په دې اړه ډېر څه ونه ویل، خو څرګنده یې کړه چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ هم پاکستان ته له تګ وړاندې له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.

په دې غونډه کې پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار، عبد رب رسول سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني، محمد عمر داودزی او یو شمېر نورو سیاسي څېرو حضور درلود.

په عین حال کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وایي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د یوه پیاوړي او ملي پلاوي رامنځته کېدل ډېر مهم دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

ده وویل:

"باید داسې پلاوی رامنځته شي چې ټول افغانان ځانونه په کې وګوري، د ښځو په ګډون د ټولو اقشارو او ډلو استازیتوب وکړي، داسې کسان وي چې ښه استازیتوب وکړای شي او ملي ګټې سل په سلو کې په نظر کې ونیسي او د خپل ملت او خلکو لپاره په زړه سواندۍ سره کار وکړي."

زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپل دې سفر په ترڅ کې پاکستان ته هم ولاړ او د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نورو چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په موضوع خبرې وکړې.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG