د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

یوه افریقایي مشر ژمنه وکړه چې نور به د جنسي تېریو جنایت ختموي


ارشیف: یو افریقایي انځور
ارشیف: یو افریقایي انځور

په داسې حال کې چې په ځینو افریقایي هېوادونو کې د جنسي ځوروني پېښې ډېرې شوي، یوه افریقایي مشر ژمنه وکړه چې دا جنایت به نور ختموي.

د سیرالیون ولسمشر په دې وروستیو کې په دې هېواد کې جنسي تېری د یوې مهمې ستونزې په توګه اعلان کړ او خبرداری یې ورکړ چې که هر څوک د دې جنایت په تړاو ونیول شي، د عمري بند له سزا سره به مخامخ شي.

نوموړی زیاتوي، د دې ډول پېښو شمېر غمجنوونکی دی.

ارشیف، د افریقا د سیرالیون اوسېدونکي
ارشیف، د افریقا د سیرالیون اوسېدونکي

​دی وایي:

"هره میاشت په دې هېواد کې د جنسي ځورونې او تېري د سلګونو پېښو راپور ورکول کېږي، دا ناوړه جنایت زموږ پر ښځو، ماشومانو او حتی د غېږي پر کوچنیانو ترسره کېږي."

د پولیسو احصائیه ښیي چې په سیرالیون کې د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي ثبت شوې پېښي تېر کال ۸۵۰۰ ته رسېدلي دي.

د دې شمېرې درېیمه برخه یې ماشومان دي چې تېری ورسره شوی دی.

د جنوبي افریقا د ملي احصائيې د راپور له مخې چې تېر کال یې خپور کړ، په دې هېواد کې د هرو سلو زرو ښځو څخه ۱۴۰ یې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې له جنسي تېري سره مخامخ شوې دي.

یوه ۳۵ کلنه مېرمن چې د خپل اصلي نوم له ښودلو یې ډډه کړې، وایي چې کار ته د تګ پر مهال په یوه میني بس موټر کې چې دا یې یوازنۍ سپرلۍ وه، د موټر چلوونکي له خوا تېری ورباندې وشو.

دا مېرمن زیاتوي:

"ډېری وختونه راډیوګاني او ټلویزیونونه کمپاین کوي او موږ هڅوي چې پر موږ د تېري د پېښو په اړه راپور ورکړو، خو کله موږ د دې کار لپاره راوځو، موږ مجبوروي چې د تېري له کبله د ملامتۍ احساس وکړو."

په سوماليا کې فاطمه او ملګرې یې د بوټو په راټولولو بوختې وې چې درېیو کسانو تېری ورباندې وکړ.

دا وایې:

"زه څلور میاشتنۍ امېدواره وم، تر دې څو ورځي وروسته مې ماشوم له لاسه ورکړ."

په کانګو ډموکراتیک جمهوریت کې بیا د کلاوین په نوم پر یوې مېرمنې دوه ځله جنسي تېری شوی دی.

"کله چې یرغل کوونکي زما کور ته ننوتل، زما د ماشومانو د پلار مخ ته یې پر ما تېری وکړ، دوهم ځل دوی زما د ماشوم په مخ کې تېری راباندې وکړ."

د بې پولې ډاکترانو اداره وایي، ډېری ښځې په دې اړه خبرې نه کوي.

د دغو ډاکترانو په خبره، خلک تر ډېره له دې ډول پېښو سره شخصي چلند کوي او غبرګون ښیي.

دوی وایي، ډېری کسان دي چې نه غواړي نور خلک پوه شي، ځکه بیا خلک له قرباني شوې څخه کرکه کوي، په ځانګړي ډول کله چې هغه مېرمن د تېري په نتیجه کې امېدواره شوې وي.

بل خوا روغتیایي کارکوونکي وایي، جنسي تېری د جګړې یوه وسیله ګرځېدلې ده.

ډاکتر ډنیس موکویجې د یوه روغتون مشر دی چې تېر کال یې د کانګو ډموکراتیک جمهوریت د شخړو پر مهال د ډله ییزو جنسي تېریو له قربانیانو سره د مرستې په نتیجه کې د سولې د نوبل جایزه واخيسته.

ده وویل:

"موږ د ۲۰۱۱ کال شااوخوا د جنسي تېري د قربانیانو په شمېر کې کموالی درلود، له بده مرغه د جګړې له راتلو سره دا شمېره مخ په ډېرېدو شوه."

د ډنیس روغتون په کال کې د څه باندې ۳۵۰۰ جنسي تېري قربانیانو په درملنه بوخت دی، هغه کسان چې د بیا رغېدو جراحۍ ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG