د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۰

د بلخ سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

په هرات ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ویجاړ شوي کورونه
په هرات ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ویجاړ شوي کورونه

د هېواد په مختلفو سیمو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته هم ځاني تلفات او هم مالي زیانونه اړولي دي.

وروستیو سېلابونو په بلخ کې پنځه تنه وژلي او ګن شمېر نور یې ټپيان کړي، چمتال او دهدادي د بلخ له هغه ولسوالیو څخه دي چې تر ټولو زیات خلک په کې زیانمن شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د سېلابونو په پراخو ویجاړیو سربېره بیا هم دوی هېڅ ډول بشري مرستې نه دي ترلاسه کړي او غواړي چې د چتمال ولسوالۍ په بارګاه افغانیه سیمه کې د سېلابونو د مخنیوي په خاطر استنادي ډېوال جوړ شي.

د چمتال ولسوالۍ د بارګاه افغانیه سیمې د شورا مشر عبدالرشید ازادي راډیو ته وویل:

"مونږ متضرر شوي یوو، ځمکې او زراعت مو له منځه تللي دي، مونږ غواړو چې د سېلابونو د ویجاړیو د مخ نیوي په خاطر په بارګاه افغانیه کې استنادي دیوالونه جوړ شي."

د چتمال ولسوالۍ خلک وايي چې تېر کال وچکالیو وځپل او په روان کال کې د شدیدو سېلابونو او طوفانانو له امله یې کروندې او کښتونه له منځه تللي دي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نور الحق ازادي راډیو ته داسې وویل:

"پر له پسې سېلابونو هر څه له مونږه واخیستل، کور او ځمکه، کښت او زراعت مو هر څه یې رانه واخيستل، هېڅ هم نه لرو چې زمونږ ژوند ته یو امېد واوسي، مونږ مرستې ته اړتیا لرو."

د بلخ د حکومتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ چې کابو څلور زره کورنۍ په دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له وجې زیانمنې شوي چې یا یې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا هم ورته زیانونه رسېدلي دي.

د دهدادي ولسوالۍ د نواباد کلي اوسېدونکي وايي چې د سېلابونو راوتلو د هغوی د استوګنې کورونه ویجاړ کړي او هم یې ورته مالي زیانونه اړولي دي، خو تر دې دمه هېڅ یوې دولتي او یا هم غیر دولتي بنسټ ورته مرسته نه ده ورکړې.

دوی د سرپناه له نشتونه شکایت لري او وایي:

"زما نوم مجید اکبري دی، سېلاب زموږ کورنه وران کړي دي، زمونږ د خونو دېوالونه نړېدلي دي، بې سرپناه او اواره یوو، هېڅ هم نه لرو، باید زمونږ لپاره مرستې وشي."

د بلخ ولایت د سکټوري څانګې مشر ذبیح الله اختري وايي چې دوی د زیانمنو شویو کورنیو په اړه سروې پيل کړې او په پام کې ده چې اړو کسانو ته ضروري مرستې ترسره شي.

ښاغلی اختري په زیانمنو سیمو کې د استنادي دیوالونو جوړول، یوه اوږد مهاله برنامه بولي.

هغه وویل:

"زمونږ د سروې ټیمونه هم چمتال او هم نورو سیمو ته تللي دي، تر یوه حده عاجلې مرستې هم وېشل شوي دي، هر وخت چې زمونږ دقیقې سروې بشپړې شوې، مونږ اړو کسانو ته مرسته ورکوو."

د تېرې جمعې په ورځ د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کورونو ته زیان ورسېد او سلګونه کسان یې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو پر بنسټ چې په بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، هرات او بادغیس ولایتونو کې د ورستیو سېلابونو له وجې ۱۷۰۰۰ کورنۍ متضررې شوي دي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG