د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

پاکستان ۳۶۰ هندوستاني بندیان خوشې کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا هېواد به هغه ۳۶۰ هندوستاني بندیان خوشې کړي چې د عرب سمندر په پاکستاني اوبو کې د غیر قانوني کب نیونې له کبله نیول شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل خبریالانو ته وویل، دا هندي بندیان به په څلورو جوپو کې خوشې شي او په راتلونکو ورځو کې به دا بهیر پیل شي.

فیصل وویل، پاکستان پرېکړه کړې ده چې ۳۶۰ بندیان خوشې کړي.

د نوموړې په وینا، په دې کې ۳۵۵ هندي کب نیوونکي دي او پنځه نور ملکیان دي چې د بند دوره یې پوره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله څرګنده کړه چې هندوستان به هم متقابل اقدام وکړي.

د پاکستان او هندوستان بیرغونه
د پاکستان او هندوستان بیرغونه

هغه اسناد چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادله شوي، ښيي چې دا مهال ۳۴۷ پاکستانیان د هند په زندانونو کې بندیان دي، په دوی کې ۲۴۹ تنه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا، ملکیان دي او ۹۸ تنه یې پاکستاني کب نیوونکي دي.

پاکستان او هندوستان چې په سیمه کې د اوږدې مودې ګاونډي رقیبان دي، ډېر کله په عرب سمندرګي کې چې د دواړو هېوادونو د اوبو د بېلتون لپاره په کې څرګند ټک نه دی روښانه، د یو بل کب نیوونکي نیسي.

دا کب نیوونکي تر ډېره بندیان پاتې کېږي، څو وخت ناوخت د ښه نیت ښودلو په مناسبتونو کې خوشې شي.

له بلې خوا د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ په ترینګلو اړیکو کې راپورته شوی وروستی کړکېچ لا هم پر ځای دی.

د بندیانو د خوشې کولو له اعلان څو ساعته وروسته د پاکستان پوځ هندوستان تورن کړ چې په کشمیر کې یې د دوی پر لوري بې سببه ډزې کړي چې په وینا یې، د څلورو ماشومانو په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړي دي.

د اپرېل په لومړنۍ نېټه په کشمیر کې د دواړو هېوادونو سرتېرو خپلو کې ډزې هم تبادله کړې وې چې په کې اووه پاکستانیان او درې هندوستانیان وژل شوي وو.

د کشمیر په دې لانجمنه سیمه کې دواړه خواوې یو بل د ډزو په پیلولو تورنوي.

د هند او پاکستان تر منځ وروستي کړکېچ او نښتو وروسته له هغې زور واخیست چې د فبرورۍ په میاشت کې په هندي کشمیر کې یوه ځانمرګي برید ۴۰ هندوستاني سرتېري ووژل.

دا دواړه ګاونډیان په ۱۹۴۷ میلادي کال کې له بریتانیا د خپلواکۍ راهېسې خپلو کې د ترخو اړیکو تاریخ لري.

دواړو لورو خپلو کې درې لویې جګړې کړې چې دوه یې د همالیا د کشمیر د سیمې پر سر وې.

XS
SM
MD
LG