د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

ډاکترانو او لابراتوارونو ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرداری!


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکترانو او لابراتوارونو ته خبرداری ورکوي چې د ناسم تشخیص په صورت کې به څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

فیروز الدین فیروز د شنبې په ورځ د یاد مرکز په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل، په دې برخه کې جدي څارنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ټول خصوصي سکټور مجبور او مکلف دی چې له رامنځته شوي سټنډرده پیروي وکړي، که چېرې تطبیق یې نه کړي، د رامنځته شویو قوانینو پر بنست به لومړی سپارښتنه، بیا اخطار او څارنوالۍ ته معرفي کېږي."

نصیر احمد د کابل ښار اوسېدونکی وايي، کله یې چې ورته وویل شول چې خور دې په سرطان اخته ده، اړ شو چې له ګڼو ستونزو سره سره د درملنې لپاره خپل ناروغ پاکستان ته بوځي.

خو په خبره یې چې وروسته دغه تشخیص ناسم ثابت شو.

دی وایي:

"کله چې د خور معاینات مو ولېدل چې سرطان تشخیص شوی، ټوله کورنۍ مو په سختو اندېښنو کې شوه او بیا لاړو پاکستان ته، خو وروسته معلومه شوه چې تشخصیص سم نه و."

دا یوازې نصیر احمد نه دی، د کابل ښار اوسېدونکی خالد هم ورته کیسه کوي.

دی وایي:

"زمونږ دوستان وو، کله چې دلته یې د وینې سرطان تشخیص شو، په ډېر پور او زحمت هند ته لاړل، خو هلته چې لاړل، هېڅ هم نه وو، زما په نظر، د دې ځای روغتونونه معیاري نه دي، پیسې اخلي او سم تشخیص نه کوي."

دوی وایي، په کابل ښار کې د ډاکترانو او لابراتوارونو پر تشخیص بې باوره شوي دي.

سرطان هغه ناروغي ده چې ډېر ځله سړی د مرګ تر کومې رسوي، نو ځکه که چاته ویل کېږي چې ناروغ مو په سرطان اخته دی، هغوی هر ډول ستونزې ته غاړه ږدي، خو نه غواړی چې د خپلې کورنۍ غړی له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملني امکان کم دی، خو د پراختیا لپاره یې هڅه کېږي.

په کابل کې د شنبې په ورځ د هستو پتالوژۍ په نوم د بېلابېلو ناروغینو د تشخصیص یو مرکز جوړ شو چې په کې د سرطاني ناروغیو تشخیص هم کېږي.

مخکې تر دې د کابل په جمهوریت او دغه شان ویل کېږي چې تر یوه حده د ماشومانو لپاره د فرانسې په طبی انسټیټیوټ او کیور روغتونونو کې دغه امکانات موجود وو.

ارشیف، د افغانستان په مرکز کابل کې د جمهوریت روغتون یو انځور
ارشیف، د افغانستان په مرکز کابل کې د جمهوریت روغتون یو انځور

په افغانستان کې ناسم تشخیص یوازې د سرطاني ناروغیو په برخه کې نه، بلکې د نورو ناروغیو په برخه کې هم په وار وار تر سترګو شوی او خلک یې له امله شکایات لري.

همدا لامل دی چې هر کال زرګونه افغانان نورو هېوادونو ته د درملني لپاره سفر کوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په کلني ډول له دې درکه شااوخوا درې سوه میلیونه ډالره پانګه له هېواده وځي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG